fbpx

ځینې سهارني عادتونه چې له خپل عمر نه مو ځوان ښکاره کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د سهار لخوا ځینې داسې عادتونه دي چې انسان یې په عامه توګه ترسره کوي، خو دده پر پوستکي په ځانګړي ډول د مخ پر هغه برعکس اغیز کوي، ددې عادتونو په بدلولو سره کولای شئ خپل پوستکی تازه وساتئ او له وخت مخکې ځوان ښکاره شئ.

هغه عادتونه چې تاسو یې په عام ډول ترسره کوئ په لاندې ډول دي، او ترڅنګ یې نسخې هم ذکر شوي:

1. مخ پریمنځلو کې افراط کول

د سهار لخوا په عام ډول کوښښ کیږي چې مخ څو څو ځله پرېمینځل شي ځکه چې شپه پرې تېره شوې وي، او خپل غوړوالی یې ورک کړی وي، کله چې پوستکی غوړوالی ختم کړي په چټکۍ سره غونجیږي او سړی زوړ ښکاري، نو په کار دي چې د شپې ویده کیدو نه مخکې مخ پریمنځل شي، په کریمو یا کوم بل طبیعي شی چې مخ تازه ساتي، غوړ کړي، او په سهار کې د ډېر مینځلو پر ځای دې په لږو او تازه اوبو پریمنځي، پوستکی به یې تازه او ځوان ښکاري.

2. کمې اوبه څښل

که مو د سهار لخوا له یوې پیالې زیات چای یا کافي څښله نو وروسته درته په کار ده چې اوبه زیاتې وڅښئ، ځکه چې کافي یا چای پوستکی وچوي، په زیاتو اوبو څکلو سره بېرته خپل تازه والی راپریږدي، په یاد ولرئ چې کمې اوبه څکل مو پوستکی دې اندازې ته غونجوي چې له خپل عمر نه د لس کالو په اندازه زیات زاړه ښکارئ، باید کوښښ مو همدا وي چې سهار په نهاره او د ورځې په جریان کې زیاتې اوبه وڅکل شي.

3. ورزش نه کول

د سهار لخوا په تازه هوا کې ورزش کول مو بدن کې د وینې ګردش تیزوي چې ورسره پوستکی تازه وي، کله مو په دوامداره توګه ورزش کاوه نو ډیر زر به مو پوستکي کې بدلون راشي، ځکه چې ورزش پوستکی اوږدمهاله وخت لپاره تازه ساتي، په ورځ کې د سهار لخوا شل دقیقې تمرین کول مو د زړښت نه بچ کوي او څیره مو تازه او ځوانه ساتي.

4. له اندازې زیات او بېکاره کریمونه استعمالول

په ځانګړي ډول ښځې د پوستکي تازه ساتلو لپاره مختلف کریمونه، میک اپ او پوډر، د مخ دانو، توروالی یا بل مشکل لپاره استعمالوي، چې پایلې یې برعکس وي، او ددې ښه کولو پر ځای پوستکی نور هم غونجيږي، او په مخ زوړوالی څرګندیږي، که مو دا کار ترسره کاوه هم نو له ځانګړو طبي لارو کار واخلئ، د شپې لخوا طبي او معیاري کریم یا پوډر ووهئ او کوښښ وکړئ چې ډېر کم یې استعمال کړئ او د سهار لخوا یې پریمنځئ، تر څو مو د ورځې په جریان کې د لمر وړانګې پر پوستکي ولګیږي چې ځینې ویټامین پوره کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د