افغانستان

کرزی ارګو ولسوالۍ ته ځي

نن ټکی اسيا: ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزی د بدخشان ارګو ولسوالۍ ځپل شوې سيمې ته ځي.
ويل کيږي، چې کرزی به لومړی د بدخشان مرکز فيض اباد کې له ځايي مشرانو سره وګوري او بيا به ارګو ولسوالۍ ته لاړ شي.
د بدخشان مرستيال والي ګل محمد بيدار وايي، چې تر اوسه د شپاړسو کسانو مړي راويستل شوي او کېدای شي نژدې درې سوه کسان اوس هم تر خاورو لاندې وي.
بيدار و ويل، چې نن چهار شنبه به ولسمشر د قربانيانو له وارثانو سره وګوري.
د ځمکې ښويدو له امله ځپل شويو خلکو سره د مرستو لړۍ روانه ده، په هيواد کې دننه او بهر ګڼ شمېر افغانان او نورې بهرنۍ خيريه ټولنې په مرستو راټولو بوخت دي او ډېره برخه مواد ځپل شوې سيمې ته رسيدلي دي.
يو شمېر وکيلان او مدني فعالان پر حکومت تور لګوي، چې د مرستو په رسولو کې درغلي کوي او له همدې امله د مرستو بهير د ګډوډۍ ښکار دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x