نړۍ

نوی چاپ شوی کتاب: ټرمپ د خپلو انډیوالانو له ښځو سره په څملاستو ویاړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل) په امریکا کې د ولسمشر ټرامپ په اړه تازه چاپیدونکې کتاب (فایر اینډ فیوري) د امریکا د ولسمشر په اړه نور ناویلي رازونه افشاء کړي دي. دغه کتاب چې همدا اوس په امریکایي رسنیوک ې د بحث ګرمه موضوع ده ځيني جنجالي محتویات یې د بي بي سي راډیو انګلیسي ویب پاڼې خپاره کړي دي.

بي بي سي له کتابه د را اخیستل شوي اقتباس په استناد ویلي چې ټرمپ به د خپلو ملګرو له ميرمنو سره په څملاستلو وياړ کاوه، ويل به يې چې (دا کار ژوند، د ژوند کولو وړ ګرځوی).

د کتاب لیکوال «مایکل وولف» د ټرمپ د یوه ملګري له قوله لیکلي چې ټرمپ به د خپلو ملګرو میرمنو ته ورفهموله چې میړه یې هغه څوک نه دی چې دا فکر کوي (یعني پوره جنسي توانایي نه لري).

ټرمپ به د تیلیفون له لارې د خپلو ملګرو ښځو ته هغه مجلس ور اوراوه چې ده به د ښځو له میړونو سره د جنسي مسائلو په اړه کاوه، په هغه مجلس کې به یې د ښځې له ميړه سره په دې هيله فحش ګويي کوله چې پټ رازونه ورته ووايي، پوښتنه به يې ترې کوله چې آيا ته له خپلې ميرمنې سره کوروالی خوښوې؟ څو وارې؟

د ټرمپ په اړه دا وروستني افشاء شوي خبرونه ځکه ډير دتعجب وړ نه دي چې نوموړی له دې وړاندې هم د جنسي معتاد په حیث مشهور دی، هغه مهال ډونالډ ټرامپ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ټاکنیز کمپاین چلاوه، ګڼ شمیر ښځو په نوموړي د جنسي تعرض او زبرزنا تور پورې کړ، دغه راز د نوموړي یو داسې صوتي فایل هم نشر شو چې نوموړی په کې له پردیو ښځو سره په جنسي رابطو اعتراف کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x