کورنیو چارو وزارت په لغمان کې د ۱۷ داعشیانو د وژلو ادعا کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت وايي، په لغمان کې یې د ۳ جګپوړو داعشیانو سربېره د دې ډلې ۱۴ جنګیالي په هوايي برید کې وژلي دي.

د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان هوايي ځواکونو د الینګار ولسوالۍ کنده ګل، مسور او نورلام سیمو کې د داعش اړوند ۱۷ جنګیالي وژلي، چې ۳ تنه یې لوړ پوړي قومندانان وو.

د اعلامیې له مخې، په دغو هوايي بریدونو کې موسی، فېروز او تراب په نامه «مهم» کسان وژل شوي او پاتې نور یې عادي جنګیالي وو.

په اعلامیه کې ادعا شوې چې په دغو هوايي بریدونو کې د داعش ډلې یو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په لغمان کې د ۱۷ داعشیانو د وژنې خبره داسې مهال کړې، چې د لغمان په څنګ لوري ولایت ننګرهار کې د افغان حکومت او داعشیانو ترمنځ جګړه دوو میاشتو ته اوږده شوې ده.

د ننګرهار چارواکي وايي، په خوږیاڼیو کې یې له داعشي وسله والو ۵۲ کلي پاک کړي او په پاتې کلیو کې هم د داعش پر ضد عملیات روان دي.

د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په هوايي بریدونو کې د داعش د وسله والو پر ځای ډېری وخت ملکي وګړي وژل شوي وي؛ خو دوی یې د داعش وسله وال بولي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالکریم
میلمه
عبدالکریم

17کسان اولسی خلق دہ دا عین او غین درواغ وایی داعشان ندی ولی ولی داعش دہ دویی خفلوبچیان دی ھایوہ خبرہ بوی ولی ہغہ ھر وقت غلتی ژہ شاید دوی بی طالبان بللی وی شاید دغسی بہ سوی وی