
د امنيتي ځواکونو پر ټانګونو داعشي بیرغونو اندېښنې پارولي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د امنیتي ځواکونو پر ټانګونو د داعش وسله والو تورو بیرغونو په خواله رسنیو کې ډول ډول اندېښنې را پارولي دي.
تصویرونه چې په جلال اباد کې د یو خبریال غازي عابد له لوري اخیستل شوي، پکې لیدل کېږي چې د امنیتي ځواکونو پر ټانګونو ملي بیرغ او د داعش وسله والو بیرغونه دواړه رپېږي.
په خواله رسنیو کې د تصویر خپرېدو ډول – ډول غبرګونونه راپارولي دي، چې د داعش او حکومت پر اړیکو يې شکونه لا پياوړي کړي دي.
ژورنالیست او شاعر اجمل اند له دې تصویرونو سره لیکلي، چې دی د دې بیرغونو په هدف نه پوهېږي، هغه لیکي: «دا سمبولیک څه دي او که یوازې غواړي د جلال اباد د خلکو سترګې د داعش له بیرغ سره روږدې کړي.»
محمد نسیم هوتک په کړې تبصره کې دا داعش ډلې لپاره تبلیغاتې هڅه بللې او په وينا يې حکومت له دې لارې « د داعش ډلې رعب په خلکو کې اچوي.»
تر دې وړاندې هم د طالب او داعشي وسله والو ترمنځ جګړو کې حکومت د داعشيانو په ملاتړ تورن شوی دی.
د ننګرهار په خوږياڼو کې د جګړې په اوږدو ځايي خلکو څو ځلې له رسنیو سره حال شریک کړ، چې حکومتي چورلکې یوازې د طالبانو پر سنګرونو بمبار کوي او په لوی لاس غواړي د داعش پر وړاندې طالب کمزوری کړي.
وړاندې تر دې هم د ولسي جرګې ګڼو غړو حکومت د داعش په پروژه کې شریک بللی و او څو ځلې يې امنیت شورا رسماً د داعش په ملاتړ ملامته کړه.
په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هم، پخپله وروستۍ مرکه کې داعش د طالبانو پر ضد جوړه شوې پروژه یاده کړه، چې په وينا يې کومه پایله يې ورنه کړه او بشپړ ناکامه شوه.