خبرونه

فراه کې شل مسافر نامعلومه وسله والو تښتولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل د فراه امنیتي چارواکي وايي، نن سهار د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سیمه کې نامعلومه وسله والو ۲۰ مسافر له موټرونو ښکته کړي او له ځانونو سره یې بېولي دي.

د فراه د ولایتي شورا غړی داد الله قانع وايي، تښتول شوي مسافر له فراه کابل او هرات ته روان وو، چې په بالابلوک ولسوالۍ کې له له موټرونو ښکته شوي او نا معلوم لوري ته یې بېولي دي.

تراوسه د تښتول شویو مسافرو د هویت په اړه ځايي چارواکو څه نه دي ویلي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره ورځ یې د فراه د بالابلوک ولسوالۍ په «ګراني» سیمه کې د پولیسو قومندان عبدالاحد او دوه نور پولیس یې د سړک غاړې په ماین چاودنه کې وژلي دي؛ خو د تښتول شویو مسافرو په اړه یې څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x