Argo100

د اروګو له فاجعې سره د منطقی تعامل اړتیا ــ سرمقاله

نن ټکی اسیا: له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې اعلان کړی چې د بدخشان ولایت د ارګو په ولسوالۍ کې د ځمکې ښوید نې له کبله د وژل شویو کسانو د لټون عملیلت یې متوقف او هغه ټوله سیمه یې د شهیدانو د تپې په نوم نومولې .

له طبیعي حوادثو سره د مبارزې اداره وايي ناشونې ده چې د دوی په عادي وسائلو او امکاناتو سره دې تر ځمکې لاندې شوي کسان راوایستل شي ، ځکه یې د وژل شویو د لټون کار وځنډاوه.
هغوی وايي داکار یې د سیمه ییزو خلګو د غوښتنې پر اساس کړی خو یو شمیر رسنیو نن اوپرون له سیمې څخه د عیني شاهدانو په حواله رپوټ ورکړچې د شهیدانو وارثین وايي چې مونږ نه اوبه غواړو او نه ډودۍ ،بلکې ترخاورولاندې د خپلو عزیزانو د جسدونو را ایستل غواړو .
په داسې حال کې چې دولتي چارواکي د تر خاورلاندې جسدونو را ایستل ناشونی کار بولي دسیمي خلګ په خپلو عادي وسائلو بیل او کولنګ سره د فاجعې په ځای کې په کار لګیادي او تر اوسه پوري یې په هماغو عادي وسائلوسره ۱۵ جسدونه له خاورو را ایستلي. د پژواک خبري اژانس او ځینو نورو رسنیو د ورکړل شویو رپوټونو له مخې په ویرځپلې سیمه کې د بهاء الدین په نوم یو کم عمره ماشوم له پنځو ورو مسلسل کار وروسته په دې توانیدلی چې تر ځمکې لاندې وژل شوې مورجسد راوباسي.
نوموړی وايي، چې د څو نورو کسانو په همکارۍ يې ساحه پنځه متره ژوره کړه، څو چې د خپل کورنښې را څرګندې شوې اوبیايي د هغوی له منځه د خپلې مورجسد تشخیص او را و ایستی .
نوموړی وايي چې د کور څلورغړی تر خاورو لاندې شوی او دی به د هغوى ټولو د مړیو تر موندلو پوري خپل کارته دوام ورکوي. له بلې خوا نن د اورګو د ویر شپږمه ورځ ده چې لاهم د یادې فاجعې د قربانیانو کره شمیر نه دی معلوم .
ځینې دولتي اداري د قربانیانو شمیره له ۲۵۰۰ تر ۳۰۰۰ پوري بولي او ځیني نوري یې بیا ۲۵۰ تر ۳۰۰ پوري ښیئ.
همدا راز په سیمه کې د مرستو د تنظیمولو لپاره د پلان دنشتوالی له کبله ډیره ګډوډي اوبي نظمي لیدل کیږي تردی چې تیره ورځ پولیسو د مرسته غوښتونکو د متفرق کولو لپاره له هوايي ډزو استفاده وکړه .
ځیني وزیران او یا لوړ پوړي دولتي چارواکي چې له ویرځپلې سیمې لیدنه کوي هغوی په داسي تشریفاتي اندازکې ورځي لکه له کوم تفریحي پارک نه چې لیدنه کوي ، هالته د ترخاورو لاندې شویو انسانانو په سر د خندا په حال کې د یادګاري انخورونه اخلي او نور د مصیبت ځپلو دتسلی لپاره هیڅ له ځانه سره نه لري.
د دغسي حوادثو د قبلي مخنیوي لپاره که دولت څه امکانات نه لري نو کم تر کمه د هغوی له قربانیانوسره خو دي له خپلو خپلوشته امکاناتو څخه مناسبه استفاده وکړي .
تر هرڅه له مخه باید د متضررینو لیستونه ترتیب او د هماغو لیستونو له مخه دي مؤقت کیمپونه تیارشي.
په همدي کیمپونوکې دي یواځې هغه کسان چې کورونه یې تر خاورو لاندې شوي ځای پرځای اوبیادي پر هغوی عاجل خواراکي توکي ،دارو درمل او نور ضروري مواد وویشل شي .
که چیري د مرستو دتوزیع لپاره داسې یومنظم پلان تر تیب نشي د دې احتمال لیدل کیږي چې له نورو سیمو څخه هم یوزیات شمیر کسان دمرستو د ترلاسه کولو لپاره ویر ځپلې سیمې ته ورشي چې په دې سره به اصلي مستحقین پاتې او مرستې به د بی نظمي او فساد له کبله د غیر مستحقو کسانو لاسته ولویږي.

دنن ټکی اسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د