افغانستان

ارګ پر پاکستان د امریکا له فشارونو ښو پایلو ته په تمه دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۵۶ل): ارګ پر پاکستان د امریکا فشارونو ته د امید سترګې نیولې او هیله ښيي چې ښې پایلې به ولري.

وروسته له هغه چې امریکايي چارواکو له پاکستان سره د سلګونه میلیونه ډالرو پوځي مرستې د ځنډ خبر ورکړ ارګ وايي دوی يې پایلې ته په تمه دي.

د ارګ مطبوعاتي سرپرست شاه حسین مرتضوي وايي، د امریکا له لوري دا ډول اقداماتو ته زموږ هیله ده، چې د افغانستان په اړه به د ځينو دریځونه بدل کړي.

هغه ازادي راډیو ته ويلي، موږ په انتظار یو، چې دا پرېکړه به په سیمه کې د سولې په راوستو کې مرسته وکړي.

د مرتضوي په خبره دوی په تمه دي چې د ټرمپ دا تګلاره به د افغانستان په اړه د ځينو هېوادونو منفي دريځ په مثبت ډول بدل کړي.

د امریکايي ځنډول شویو مرستو دقیقه اندازه نه ده په ډاګه شوې، خو فرانس پریس اژانس د یو امریکايي له خولې د نوم نه ښودو په شرط د دې مرستو اندازه شاوخوا دوه میلیارده ډالر ښوودلې ده.

امریکايي چارواکو تازه څرګندونو کې دا هم ویلي، چې د دې مرستو د ځنډ په اړه د پاکستان د غبرګون په کیسه کې نه دي.

پاکستاني چارواکو بیا د امریکا له لوري دا اقدام له «تروریزم» سره پر مبارزې منفي اغېز لرونکی بللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې په ډاګه شوې، چې امریکا باید د هغو لګښتونو ستاینه وکړي، چې پاکستان له «تروریزم» سره مبارزه کې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x