نړۍ

خواجه اصف: د ترهګرۍ پر ضد موږ پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۵۶ل): د پاکستان پر ضد د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له پاروونکي ټويټ وروسته د امریکايي او پاکستاني چارواکو دوه اړخيزه غبرګونونه روان دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر خواجه اصف ويلي، چې د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه «زموږ نه وه، بلکې موږ پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی دی.»

خواجه اصف دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې امریکا پاکستان تر څار لاندې هېوادونو په نوملړ کې داخل کړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې د پاکستان پر ضد د امریکا بدنيتي ورځ تر بلې روښانه کيږي،  او زياتوي، چې «امريکا زموږ پر ضد له هرې وسلې او وسيلې کار اخلي، خو په هند کې د لږه‌کيو د حقونو سپکاوي ته پاملرنه نه کوي، په داسې حال کې، چې په هند کې د مسلمانانو په ګډون نور لږه‌کي د خپلو حقونو پر وړاندې وژل کيږي.»

خواجه اصف په تونده ژبه امریکا په دوه مخې او فريبکارۍ تورنه کړې او زياتوي، چې «د ترهګرۍ په نوم روانه جګړه د امریکا د ګټو جګړه ده، موږ د امریکا د ګټو لپاره هر څه کړي، خو امريکا له موږ سره تل له چل او درواغو کار اخيستی او اوس غواړي په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ د پټولو لپاره نړۍ ته روښانه کړي، چې د دې ټولې ماتې پړه پر پاکستان ده، خو هېڅوک به ورسره دا ونه مني.»

په پاکستاني چارواکو کې د امریکا پر ضد تر ټولو تونده ژبه د خواجه اصف ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې په رسنيو او ټويټر پيغامونو کې د امریکا پر ضد څرګندونې کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې په افغانستان کې د امریکا په نيت شک لري او په دې باور دی، چې امریکا په افغانستان کې سوله او کراري نه غواړي او له همدې امله يې افغانستان ته نور عسکر هم رالېږلي.

دی وايي: «يو نيم لک پوځيانو دغه جګړه ونه ګټله، څو زره به يې هم ونه ګټي او د امریکا د روانو هڅو يوازېنۍ پايله بيا هم ناکامي ده.»

ښاغلي اصف له امريکا غوښتي، چې بايد له افغانستانه ووځي او کومه پرېکړه، چې څو کاله وروسته کوي، بايد اوس يې وکړي او خپل پوځيان له افغانستانه وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

دا ښکاره خبره ده چه امریکا یی استعمار صدام او رضا شاه تر هغه کاروو چه د دوی استعماری ګټو تقاضا وه ، له هغه وروسته یی د رضا شاه په ځای خمینی له بغداد څخه پاریس ته د خوندی ساتلو په خاطر یووړو او بیا یی د قرانسی په نظامی الوتکه کی ایران اصفهان ته راوړو په ښکاره یی هغه او دغه د لابو غونډاری ویشتل یا خمینی سپاه دارانو ته امر وکړو چه د امریکا بد سفارت عمله یرغمل تر څو اونیو یا میاشتو پوری ونیسی ، مګر دامریکا په ځآی اسراییلو د اخوندی رژیم د پیاوړتیا او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x