افغانستان

کابل کې د اوسپنې د ویلي کولو فابریکه پرانيستل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کابل په صنعتي پارک کې د اوسپنې ویلي کولو د یوې فابریکې پرانیسته وشوه.

د «خان سټیل» د اوسپنې ویلي کولو فابریکې مشر خان محمد وردګ وايي، دغه فابریکه د اوسپنې ویلي کولو ټولې چارې په معیاري ډول پر مخ وړي او په افغانستان کې د رغنیزو چارو د سیخانو ۳۰سلنه اړتیا پوره کولی شي.

ښاغلي وردګ له حکومت نه غوښتنه وکړه، چې د دفاع وزارت زړې اوسپنې د ویلي کولو لپاره دغې فابریکې ته په واک کې ورکړي.

ده وویل، په خان سټیل فابریکه کې یې ۵۰۰ کسانو ته د کار موکه برابره کړې او که دولت د بهرنیو اوسپنو په وارداتو کې کموالی رانه ولي؛ نو د دغې فابریکې چارې هم ټکنۍ کولی شي.

ولسمشر غني د دغې فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې ډاډ ورکړ، چې یوه ورځ به افغانستان د اوسپنې صادرونکی هېواد وي.

ولسمشر غني پانګه والو ته ډاډ ورکړ، چې دولت به د دوی د ستونزو په هواري کې لازمه مرسته کوي.« دولت ژمنه کوي چې په دوو اوونیو کې به مو ملي دفاع وزارت سره په ګډه ستونزه حل شي، پانګه‌وال دې یوځای شي چې د افغانستان د اوسپنې معدن ته په اساسي توګه انکشاف ورکړو.»

ده وویل، د ملي یووالي حکومت د خصوصي سکتور ترڅنګ ولاړ دی او ټولې قانوني ستونزې به یې ژر ورحل کړي.

د خان سټیل په فابریکه ۳۰ میلیونه ډالر پانګونه شوې او د کابل په صنعتي پارک کې یې په فعالیت پیل کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x