
د فاریاب د بلچراغ ولسوالۍ امنیه قوماندان ووژل شو
نن ټکی آسیا: د فاریاب د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې د فاریاب د بلچراغ ولسوالۍ امنیه قوماندان له یوه ساتونکي سره یو ځای د ماین د چاودنې له کبله ووژل شو.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ د امنیه محمد نعیم اندرابي د بلچراغ ولسوالۍ د امنیه قوماندان او د هغه د ساتونکي وژل کېدل تایید کړل.
نوموړي وویل، چې پرون مازدیګر د بلچراغ والسوالۍ امنیه قوماندان عبدالوهاب ظفر له خپلو ساتونکو عسکرو سره په موټر کې روان و، چې د قرغلیک په سېمه کې پرې د طالبانو له لورې د خښ کړي ماین چاودنه وشوه.
ویل کېږي، چې نوموړی تر ماښام ناوخته مرګونی ټپي او په روغتون کې پروت و؛خو د شپې ناوخته یې ساه ورکړه.
طالب ویاند قاري محمد یوسف احمدي د پېښي د مسؤلیت د منلو ترڅنګ ویلي، چې په چاودنه کې د نوموړي دوه ساتونکي وژل شوي او درې نور سخت ژوبل شوي دي.