افغانستان

غني: افغانان پر اسلامي احکامو ولاړ نظام غواړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانان پر اسلامي احکامو ولاړ قانونمند نظام غواړي.

اشرف غني د «خان سټیل» په نوم د اوسپنې د تولید او ويلي وکولو د فابریکي په پرانیسته کې خبریالانو ته وویل، هیڅوک حق نه لري چې د روان نظام پر ضد ودرېږي.

غني خپل ګډ حکومت د خلکو د ارمانونو ممثل وباله او ټينګار يې وکړ، چې همدا اسلامي او قانونمند نظام دی.

هغه د نظام پر وړاندې مخالفین یاد نه کړل، خو د وسله والو مخالفینو په څنګ کې د حکومت په غېږ کې جنرال عبدالرازق هغه څوک دی، چې تازه يې دا حکومت نا مشروع بللی دی.

رازق پخپله تازه مرکه کې ګډ حکومت د یوې موافقې پر اساس یو جوړجاړی بللی او ان د دې وړ يې نه بولي چې څوک مقرر یا منفک کړي.

که څه هم د ولسمشر غني روانه دوره، د امریکا په سفارت کې د یو جوړجاړي پر اساس رامنځته شوه، خو پخپلو خبرو کې يې ټينګار وکړ، چې راتلونکې کې باید ولس له ډیموکراټيکي لارې خپل مشر وټاکي.

هغه وویل، خلک کولی شي راتلونکي کې هم خپل مشر د ډيموکراټيکو اصولو په رڼا کې وټاکي، هیڅوک دا حق نه لري چې پر افغانانو د زور له لارې ځان ومني.

تازه د حقوقپوهانو ټولنې هم ويلې، چې ولسمشر غني او ملي شورا دواړه قانوني مشروعیت نه لري.

د دې ټولنې مرستیال عبدالسبحان مصباح په کابل کې رسنیو ته وویل، نه یوازې ولسمشر او پارلمان قانوني مشروعیت نه لري، بلکې تر اوسه پورې ګډ حکومت د کار له پيله د اساسي قانون پوره ۴۰ مادې بشپړې نقض کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x