
مفکر که زر کلن شي، زما یې څه!
حفیظ الدین پیرزادہ
مفکر که زر کلن شي، زما یې څه!
یا له دې ھم زیات پمن شي، زما یې څه!
کلیسا یې راته جوړہ کړله ارگ کې
اوس که ډیر په دین مئین شي، زما یې څه!
یو والي ته یې خوله جینگه دہ نیولې
خوار مامور ته که تورزن شي، زما یې څه!
چې یې فکر ددې ځای نه وي, نو څه پرې؟
که بیخي د دې وطن شي، زما یې یې څه!
که یې علم اجتھاد ته ورسیږي
گوډاگی چې د لندن شي، زما یې څه!
شریعت ته چې پابند نه وي، ترې تښته!
که یې ږیرہ تر لمن شي، زما یې څه!
عبدالله چې فرمائش کړ د بمونو
اوس ریس که د فیشن شي، زما یې څه!
کانتنر کې شھیدان به مې ھیر نه شي
که دوستم لا نور ھم پلن شي، زما یې څه!
چې زموږ گلونه مخکې پکې وسول
که دې باغ اوس سم گلشن شي، زما یې څه!
—————————————————————
حفیظ الدین پیرزادہ
د جنورۍ دریمه ۲۰۱۸ م
ستاکھولم سویدن