شعـــــرونه

طنزیه غزل – بیبانی

 

ژمی چي خپل ځان درباندي واچوي

مور به تلتکان درباندي واچوي

یو وار دي راځي په ډالرانو کي

وروسته نو بمان درباندي واچوي

پل د مغرورۍ پر مځکه مه ایږده

ټکه به اسمان درباندي واچوي

ګل به تر قیامته پوري نه سي بیا

 خاوري چي دوستان درباندي واچوي

والله چي هډونه به در وزدو یي

خېټه چي نادان درباندي واچوي

خیر دئ که شهید سوې پر وطن باندي

خور به بیرغان درباندي واچوي

شاعر: عطا محمد بیباني

طنزیه غزل ژمی چي خپل ځان درباندي واچوي مور به تلتکان درباندي واچوي یو وار دي راځي په ډالرانو کي وروسته نو بمان درباندي واچوي پل د مغرورۍ پر مځکه مه ایږده ټکه به اسمان درباندي واچوي ګل به تر قیامته پوري نه سي بیا خاوري چي دوستان درباندي واچوي والله چي هډونه به در وزدو یي خېټه چي نادان درباندي واچوي خیر دئ که شهید سوې پر وطن باندي خور به بیرغان درباندي واچوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x