شعـــــرونه

غزل – امين زرګر

چي دغم د تورې یو ځل باندي وار شي
بي وسي به یې دژوند په هره لار شي

چي ګریوان سره یې اوښکي میلمنې شي
هغه څوک به په دردونو کي حصار شي

چي د ژوند بلبل یې زخم په زړه وخوري.
بیګانه له هر ګلشن او له ګلزار شي

زما د سترګو دا شفق چي تاته ښکاري
ستا په یاد کي مي شبګیر تر روڼ سهار شي.

که بي تا مي په زړګي کي بل ارمان وي
د خوښۍ کډه دي زما له زړګي بار شي

هغه ورځ به خوشحالي زما د ژوند وي
چي مي عشق وي ستا مجرم تاته په دار شي

راشه ژوند دي امين جوړ کړه خیانت مکړه
دا امين به ستا له سترګو نه هم ځار شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x