افغانستان

ولسي جرګه: حکومت د امریکا هرې خبرې ته د «هو» سر خوځوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ولسي جرګې غړي ويي، حکومتي چارواکي د امریکا هرې څرګندونې ته بې له تحلیله د «هو» سر خوځوي.

ولسي جرګې نن په امتیازي ساعت کې د امریکايي بمباریو اړوند بحث وکړ او حکومت يې پر دې ملامت کړ، چې د امریکا له هرې څرګندونې سره سر ښوروي.

د ولسي جرګې غړي صادقي نیلي زاده وویل، امريکا پرلپسې ویلي چې په افغانستان کې جګړه د خپل خوندیتوب لپاره پر مخ وړي.

د هغه په خبره دا ډېره جالبه ده، چې امریکا د واشنګټن امنیت په کندوز، ننګرهار او کندهار کې په بمباريو ساتي.

د ولسي جرګې غړو د امریکا نوې ستراتېژي ته چې ډېره تکیه يې پر هوايي بمباريو ده، په اشاري وویل، د حکومت دواړه مشران بې له دي چې خپلې ملي ګټې یا ځمکنۍ بشپړتیا په نظر کې ونیسي د امریکا هرې خبرې ته «هو» وايي.

دوی پر حکومت غږ وکړ، چې خپلو ملي ګټو ته په کتو دې ګامونه پورته کړي.

د امریکا د نوې ستراتېژي تر پیل وړاندې افغان حکومت خوشبيني ښکاره کړه او ويې ویل چې دوی باوري دي دا ستراتېژي به افغانستان ته سوله راوړي.

افغان ولسمشر ځينو بهرنیو رسنیو ته وویل، د ټرمپ دا ستراتېژي به طالبان د ماتې له وېرې سولې ته اړ کړي، خو د شنونکو په باور ښکاري چې د هوايي بمباریو شدت هم د ګڼو بریدونو مخه ونه نیوله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x