ورزش

بیګ بیش لیګ: محمد نبي لومړۍ چټکه پنځوسیزه ترسره کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د استرالیا په بیک بیش لیګ سیالیو کې محمد نبي د میلبورن سټار لوبډلې په وړاندې په یادو سیالیو کې لومړی چټکه پنځوسیزه ترسره کړه، او د لوبې غوره لوبغاره ونومول شو.

محمد نبي چې د پخوا په نسبت نن توپ وهنې ته زر راغی چې لوبډلې لپاره یې خپله وړتیا ثابته کړه، نوموړي د ۲ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مټ په ۲۷ توپونو پنځوسیزه ترسره کړه، چې ټولې۵۲ منډې یې په ۳۰ توپونو وکړې.

نوموړي د لوبډلمشر په اړه وویل: زما څخه یې د مخکې لوبیدو پوښتنه وکړه چې ما ومنله او ښه ثابته شوه، غواړم په راتلونکو لوبو کې هم ښه توپ وهنې وړتیا ښکاره کړم.

همدا ډول نوموړی په توپ اچونه کې هم ښه وځلید، د ۴ اورونو په کولو سره یې یواځې ۲۷ منډې ورکړې او د مخالف لوبډلې مهم لوبغاړی کیوین پیټرسن یې وسوځولو، پیټرسن په یاده لوبه کې ښه وځلید او چټکې ۴۰ منډې یې جوړې کړې.

لوبه کې پچه د محمد نبي لوبډلې وګټله خو مخالف لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، دوی په ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدلو ۱۵۷ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې د نبي لوبډلې چټکه توپ وهنه وکړه او ټاکلی هدف يې په ۱۷.۵ اورونو کې پوره کړ.

ددوی لخوا آرون فینچ په پیل کې چټکه توپ وهنه ترسره کړه او په ۲۲ توپونو یې ۴۳ منډې جوړې کړې، چې وروسته محمد نبي او کیمرون وایټ غوره لوبه ترسره کړه او لوبډلې ته یې بریا وروبخښله، او همدارنګه ددوی لوبډلې په لیست کې لومړی نمبر خپل کړ.

د یادونې وړ ده چې د بیګ بیش لیګ سیالیو کې د نړۍ مختلف لوبغاړي لوبیږي چې د ټولو ترمنځ افغان لوبغاړي هر یو محمد نبي او راشد خان ځانګړی نوم پیدا کړ او خپله وړتیا یې نړیوالو ته وښوده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x