افغانستان

ولايتي شورا: په نيم بغلان طالبان واکمن دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د بغلان د ولايتي شورا غړي وايي، طالبان د دغه ولايت په پنځوس سلنه خاوره حاکميت لري او حکومت د امنيت په راوستلو کې پاتې راغلی دی.

د ولايتي شورا مرستيال فيروزالدين ايماق اريانا نيوز ته ويلي، د بغلان په نيمه خاوره طالبان واکمن دي او په هغې کې خپله حکومتولي پر مخ وړي.

نوموړي زياته کړه، چې حکومت خلکو ته د عملياتو د پيلولو د درواغو وعدې ورکړي او په دغه ولايت کې هيڅ ډول عملیات نه دي شوي په خبره يې حکومت غواړي په درواغو وعدو سره خلک غلط کړي.

په عين حال د دغه ولايت د مرکز پلخمري اوسېدونکي وايي، دولت دا توان نه لري چې لرې پرستو سيمو ته ازادانه تګ راتګ وکړي، ځکه په وينا يې چې زياته برخه يې د طالبانو په واک کې ده.

دوی وايي، د دغه ولايت ډیری اوسېدونکي د خپلو لانجو د حل په موخه طالبانو ته مراجعه کوي او هغوی يې ورته حل کوي.

د راپورونو پر بنسټ د هېواد نږدې پنځوس سلنه خاوره د طالبانو په حاکميت کې ده، چې په يو شمېر ولايتونو کې د قومونو او ولسونو تر منځ د ډیری ولسواليو خلک خپلې شخړې او لانجې په طالبانو حل کوي.

بغلان چې شمال ته د ورتګ اصلي ځای دی د دغه ولايت په نيولو سره طالبان کولای شي د ټولو شمالي ولایتونو اړیکي له مرکز سره په اسانۍ پرې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

دا کومه د حیرانتیا خبره نه ده چه نیم افغانستان د طالبان لاس کی دی اصلا هغه نیم چه تش په نامه د کابل د غلامانو لاس کی دی هغه هم د ڼانکو او الوتکو د زور لاندی که هغه لیری شی خلک په د کابل غلامان د ثلاتی په شان ژوندی وخوری د هیواد اصلی بچیان طالبان دی چه د خاوری ، خلکو ، ناموس او خبلواکی څخه یی په خپلو مالونو ، ځانونو او اولادونو په قربانیو ۱۷ کاله پرله پیسی دفاع وکړه او کوی د ابرقدرتونو دپاره هدیره هیواد ته یی یوځل بیا د هدیری د لقب… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x