سعودي کې يوولس شهزادګان نيول شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۵۶ل): سعودي رسنۍ وايي، چې د شاهي کورنۍ يوولس شهزادګان نيول شوي دي. ويل کېږي، چې نيول شوي کسان وروسته تر هغه ونيول شول، چې د شاهي ماڼۍ له پرېښودو يې انکار وکړ.

سرچينې وايي، چې د شاهي فرمان له مخې پر دغو شهزادګانو اوبه او برېښنا بنده شوې وه، خو دوی د شاهي فرمان له منلو انکار کړی او همدارنګه يې د قصاص د هغه حکم د لغوه کولو غوښتنه هم کړې وه، چې د شاهي کورنۍ د يوه مهم غړي په اړه صادر شوی دی.

د نيونو لاملونه

د شاهي ماڼۍ سرچينې وايي، چې نيول شوي کسان د قانوني سرغړونو په تور نيول شوي او څوک، چې له قانونه مخالفت کوي، بايد ونيول شي، خو د سعودي د ټولنيزو شبکو فعالانو ويلي، چې دغه کسان د هغو اعتراضونو له امله نيول شوي، چې د سعودي د پخواني وليعهد محمد نايف د تري تم کېدو په غبرګون کې يې کړي وو.

تر دې وړاندې د تېر کال نومبر مياشت کې هم د وليعهد محمد بن سلمان په مشرۍ د فساد ضد ادارې د يوولسو شهزادګانو په ګډون ۲۲ وزيران او نور چارواکي نيولي وو.

په دغو نيول شوو کسانو کې د پخواني پاچا عبدالله بن عبدالعزیز زوی او د ملي ځواکونو ګوښه شوی مشر متعب بن عبدالله، ترکي عبدالله، نړيوال پېژندل شوی ميلياردر وليد بن طلال او لسګونه نور ملکي او امنيتي مسؤولين دي، خو له درې اوونيو وروسته يې د متعب عبدالله په ګډون يو شمېر کسان پرېښي او لسګونه نور لا هم په زندان کې دي.

نړيوال څارونکي وايي، چې شهزاده محمد بن سلمان غواړي په شاهي کورنۍ د خپل واک پر وړاندې شته خنډونه او ممکنه مخالفين له مخې ګوښه کړي او له همدې امله يې د شاهي کورنۍ مخکښ غړي نيولي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

د سعودی شهزاد ګان به ایله اوس د امریکا به دوستی پوه شی . د ټول عمر او شاهی ته رسولو زور به یی اوس ووینی ، د سعودی شهزادګان دی اوس هم شکر وباسی چه د یو کاکا زوی خویی لا په قدرت کی دی داسی نه چه د هغه په واسطه د اکا ټول زامن له منځه یوسی او اخره کی هغه په داخلی سلفیانو یا اخوانیانو چپه او یا یی روغ رمت ایرانی خاوندانو ته حوال کړی