fbpx

په ګډ حکومت کې ولي قومي نفرتونو ته لمن وهل کیږي؟

نن ټکی اسيا ـ سرلیکنه : پرافغانستان تر امریکا یي یرغل وروسته د بن په لومړي کنفرانس کې د حامد کرزي لنډ مهاله حکومت د امریکایانو لخوا د قومي ویش پراساس جوړ شو.

له هماغې نیټې راهیسې تر ننه پوري د امریکایانو هڅه دا ده چې څرنګه وکړای شي د افغانانو ترمنځ قومي ، سمتي او لساني حساسیتونه را وپاروي
د حامد کرزې د څوارلس کلنې فاسدې واکمنې تر پایته رسیدو وروسته د جانکیري تر وصایت لاندې ګډ حکومت په داسې ډول جوړ شو چې د حکومت ټول واک عملا د قومونو په نوم وویشل شو.

په دې حکومت کې امریکایان عملا وتوانیدل ټولې هغه لارې چارې عملي کړي چې له مخه یې د افغانانو ترمنځ قومي اختلافات او حساسیتونه را پاریدلای شي.

د دغو تخریبې هڅو له جملې څخه یوه هم د هویت په پیژند پاڼه (تذکره) کې د افغان او اسلام کلمې د لیکلو او نه لیکلو لانجه ده.

دا موضوع یې دومره ستونزمنه کړې چې ګډ حکومت د خپلې تیرې دری کلنې واکمنۍ ټول وخت هغې ته وقف او له مختلفو لارو یې د هغې د لا ستونزمن کولو لپاره کار وکړ.

په شمال کې د پښتنو خلاف په ملي اردو کې د غیر پښتنو پوځیانو لخوا پوځي عملیات او د عملیاتو په ترڅ کې د هغوي د شتمنیو چورول، په کابل کې د امیرحبیب الله ( بچه سقاو) د تاجکو پلویانو لخوا د هغه د جسد را ایستل او د کابل په شهر آراء غونډۍ کې بیا ځلي خښول، په کابل کې د یوه مخصوص قوم لخوا د ارګ په خلاف د مظاهرو تنظیمول او پر هغوی انتحاري بریدونه کیدل ، همدا راز په کابل کې د اهل تشیع مساجد او مذهبي مراکز په نښه کیدل او … ټولې هغه هڅې دې چې مستقیما د امریکایانو په دستور د ګډ حکومت تر اشراف لاندې د افغانانو ترمنځ د قومې، سمتي ، لساني او مذهبي اختلافاتو د راپورته کولو لپاره تر سره کیږي.

دم ګړۍ په مشرانو جرګې او ثبت احوال نفوس کې په هویت پاڼې ( تذکره) کې د اسلام او افغان کلمو لیکلو او نه لیکلو حساسه موضوع هغه دسیسه ده چې امریکایان کولای شي له هغې نه د افغانانو په لامتفرق کولو او جنګولو کې اعظمي استفاده وکړي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني د دې لپاره چې دواړه لوري له ځانه راضي وساتي یوځل د یوه اوبل ځل د بل فریق په ګټه فرمان صادروي چې د هغوي یوه طرف له لوري هم نه منل کیږي.

دا یو مسلم حقیقت دی چې د یوه ولس ترمنځ خپل منځي اختلافات د هغوی د تباهي او بریادي تر ټولو ستر عامل دی.

امریکایان هم د بیل یې کړه ایل یې کړه پر اساس غواړي له دې خطرناکې حربې نه په استفادي سره په افغانستان کې خپلو موخو ته ځان ورسوي .
افغان ولس به یواځې د الله په نصرت او بیا د خپل ملي وحدت په ټینګښت سره د دښمن پر دې خطرناکې دسیسې برلاسی کیږي.

avatar
9 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد نعیم سادات
میلمه
محمد نعیم سادات

دا ټول کارونه ددی لپاره کیږی چی د افغانانو تحت الشعور ته دا ورپیچکاری ګړی چی دلته پر تاسو افغانانو بغیر لدی چی پرتاسو افغانانو صفویان باندی حاکمیت وکړی بله چاره تاسی نلری . که چیری دلته صفوی حاکمیت حاکم وی نو هرڅه به سم وی او که چیری افغانان داسی یو فکر پیدا کړی چی پخپل هیواد کښی د خپلی خوښی حکومت جوړ کړی نو بیا د داسی خالاتو ته منتظر اوسی چی دا پورته یاد شوی حالات به په افغانستان کښی راځی . دا پلانونه ټول د روم د کلیسا لخوا پلان کیږی او وروسته د امریکا د… نور لوستل »

محمد نعیم سادات
میلمه
محمد نعیم سادات

دلته ددی پروژی داخلی خواه صفویان پر مخ وړی ځکه چی دوی ته د افغانانو داخلی جوړښتونه ښه معلوم دی او امریکایان یی ظاهری خواه پر مخ وړی یعنی ظاهرا افغانستان امریکا اشغال کړی خو داخلی پروسه د صفویانو لخوا عملی کیږی . صفویانو ته د افغانانو په منځ کښی ټول حساستونه ډیر ښه معلوم دی او پری پوهیږی چی څه ډول استفاده ترینه وکړی

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

کله چه روسان وتل ، امریکا یانو ته یی د خوندی وتلو او افغان مجاهدینو څخه د غچ اخستنی د پاره پناه یووړه او افغانستان یی امریکا یانو ته وسپارلو . امریکایانو د روسانو پناه او خوندی ویستل په دی شرط ومنل چه افغانتستان کی باید د جهاد او مجاهدینو د بدنامولو د پاره باید خپل منځن جنګونه رامنځته شی په دغه کار کی باید روسان هم ورسره لاس اړونه ولری او هغه لاس اړونه دا ده چه کمونستان امریکایانو ته کرایه یا اجاره کړی روسانو ورته کمونستان اجاره کړل، یوه لسیزه وروسته باید امریکایانو افغانستان په شمال او حنوب… نور لوستل »

اختر محمد
میلمه
اختر محمد

سادات صیب ته له کومی خوا راپورته شوی چه غازی امانالله خان ته سپکاوی کوی هغه چاته بدوای چه خپلواکی ی له انګریزه واخیسته نوستا او دسقاو دزوی ترمنز فرق نه شته دی

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

احتر محمد صاحب سلامونه مو ومنی ! زه د سادات پلوی نه کوم ، سادات نه يزنم او ناتسی پیژنم څه چه پیژنم هغه واقعیتونه او حقایق دی چه مونږ او تاسی پری د عقلی او نقلی دلایلو له مخی بحث کوو : امان الله خان کومه خپلواکی تر لاسه کړی ؟ مونږ پرون د روسانو او نن د امریکایانو او انګریزانو په واسطه اشغال یو د خبلواکی غوښتوکی جنګیالی او ننګیالی د هیواد په هره لویشت کی له کابله نیولی تر ولایاتو او سرحداتو ورسره جنګیږی ( هم پرون او هم نن ) د طالبانو حکومت لیری شوی او… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

سلام علیکم. لومړی تر هر څه د مخه غواړم د خپل عدم منافقت د اثبات پخاطر لاندی ټکی وړاندی کړم: دا صحیح ده چه زه د نن ټکی آسبا له لیاری ځینی وخت خپل نظر وړاندی کوم چه البته نن ټکی آسیا ته د یو افغانی او حوصله ناکی پاڼی په سترګه ګورم خو غواړم په ډاګه ووایم چه زه سره لدې چه ځان یو مسلمان ګڼم او سره لدې چه په اصطلاح د پښتنی مور او پلار او افغانی خاوری بچی یم خو د خپلی خاصی سلیقې په اساس چه لرم ئې، له اولی ورځی د طالبانو سخت خلاف… نور لوستل »

محمد خالد
میلمه
محمد خالد

هوالله دراصل دامن زدن به تعصبات برمحور قومی سمتی لسانی تنظیمی شالوده از تفکرات استعماری دول غربی درقبال کشورهای فقیر میباشد ودرپهلوی ان کشور های همچوار ذینفع درکشور ما یکی از اصول واهداف را که دارند از طرف انها توسط عمال خود به این گونه تعصبات دامن میزنند سخن دراین هست که هرفرد از این کشور که درسایر کشورها مهاجر ویا سفر مینمایند همه برمحور افغان نمی چرخند………؟ تاسفم دراین میباشد که چگونه افراد که از کلمه افغان درحقیقت نفرت خود را ابراز میدارند ضمیر ووجدان انها اجازه چنین اعمال را میدهد وافراد شریر خود فروش که وابسته به دولهای… نور لوستل »

اقبال
میلمه
اقبال

غلام حضرت صاحب ! مسلمان بودن په دی نه دی چه ووایاست زه تر ټولو کلک مسلمان یم ، مګر د الله ج د دشمنانو د ګټو غوشتونکی او ساتونکی یاست او لا د الله ج د دوستانو خلاف ویل او کړنی تر سره کوی . په دی خو قانع یاست چه زمونږ هیواد اشغال شوی او د جنګ سالارانو غلامانو غلامه ، ناوړه او فاسده اداره یی زمونږ په مظلوم اولس د برچی په زور تپلی !!!!!!!!!!!! یعنی زمونږ خپلواکی غصب شوی په دی به هم قانع یاست ، چه د هر فرعون د پاره یو موسی الله ج… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د ښاغلی اقبال صاحب د پاملرنی وړ یو څو لنډ ټکی: ۱- یو څوک حق نلری چه د یو چا ایمان وزن او بیا هغه د اسلام د دائرې څخه وباسی. ۲- د ښاغلی اقبال د جذباتی څرګندونو څخه داسی ښکاری چه هغه به حتماً تر اوسه پوری د اشغالګرانو په وړاندی اته ځله شهید شوی، اووه ځله زخمی شوی او نولس ځله په ابدی حبس محکوم شوی وی. ۳- ښاغلی اقبال باید ومنی چه غلام حضرت د طالب او نورو جهالو په منګلو کی اسیر ندی چه مثلاً له ویری فقط په خوله اقرار وکړی چه هغه یو مسلمان… نور لوستل »