په ګډ حکومت کې ولي قومي نفرتونو ته لمن وهل کیږي؟

نن ټکی اسيا ـ سرلیکنه : پرافغانستان تر امریکا یي یرغل وروسته د بن په لومړي کنفرانس کې د حامد کرزي لنډ مهاله حکومت د امریکایانو لخوا د قومي ویش پراساس جوړ شو.

له هماغې نیټې راهیسې تر ننه پوري د امریکایانو هڅه دا ده چې څرنګه وکړای شي د افغانانو ترمنځ قومي ، سمتي او لساني حساسیتونه را وپاروي
د حامد کرزې د څوارلس کلنې فاسدې واکمنې تر پایته رسیدو وروسته د جانکیري تر وصایت لاندې ګډ حکومت په داسې ډول جوړ شو چې د حکومت ټول واک عملا د قومونو په نوم وویشل شو.

په دې حکومت کې امریکایان عملا وتوانیدل ټولې هغه لارې چارې عملي کړي چې له مخه یې د افغانانو ترمنځ قومي اختلافات او حساسیتونه را پاریدلای شي.

د دغو تخریبې هڅو له جملې څخه یوه هم د هویت په پیژند پاڼه (تذکره) کې د افغان او اسلام کلمې د لیکلو او نه لیکلو لانجه ده.

دا موضوع یې دومره ستونزمنه کړې چې ګډ حکومت د خپلې تیرې دری کلنې واکمنۍ ټول وخت هغې ته وقف او له مختلفو لارو یې د هغې د لا ستونزمن کولو لپاره کار وکړ.

په شمال کې د پښتنو خلاف په ملي اردو کې د غیر پښتنو پوځیانو لخوا پوځي عملیات او د عملیاتو په ترڅ کې د هغوي د شتمنیو چورول، په کابل کې د امیرحبیب الله ( بچه سقاو) د تاجکو پلویانو لخوا د هغه د جسد را ایستل او د کابل په شهر آراء غونډۍ کې بیا ځلي خښول، په کابل کې د یوه مخصوص قوم لخوا د ارګ په خلاف د مظاهرو تنظیمول او پر هغوی انتحاري بریدونه کیدل ، همدا راز په کابل کې د اهل تشیع مساجد او مذهبي مراکز په نښه کیدل او … ټولې هغه هڅې دې چې مستقیما د امریکایانو په دستور د ګډ حکومت تر اشراف لاندې د افغانانو ترمنځ د قومې، سمتي ، لساني او مذهبي اختلافاتو د راپورته کولو لپاره تر سره کیږي.

دم ګړۍ په مشرانو جرګې او ثبت احوال نفوس کې په هویت پاڼې ( تذکره) کې د اسلام او افغان کلمو لیکلو او نه لیکلو حساسه موضوع هغه دسیسه ده چې امریکایان کولای شي له هغې نه د افغانانو په لامتفرق کولو او جنګولو کې اعظمي استفاده وکړي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني د دې لپاره چې دواړه لوري له ځانه راضي وساتي یوځل د یوه اوبل ځل د بل فریق په ګټه فرمان صادروي چې د هغوي یوه طرف له لوري هم نه منل کیږي.

دا یو مسلم حقیقت دی چې د یوه ولس ترمنځ خپل منځي اختلافات د هغوی د تباهي او بریادي تر ټولو ستر عامل دی.

امریکایان هم د بیل یې کړه ایل یې کړه پر اساس غواړي له دې خطرناکې حربې نه په استفادي سره په افغانستان کې خپلو موخو ته ځان ورسوي .
افغان ولس به یواځې د الله په نصرت او بیا د خپل ملي وحدت په ټینګښت سره د دښمن پر دې خطرناکې دسیسې برلاسی کیږي.

تبصرې (9)

  • دا ټول کارونه ددی لپاره کیږی چی د افغانانو تحت الشعور ته دا ورپیچکاری ګړی چی دلته پر تاسو افغانانو بغیر لدی چی پرتاسو افغانانو صفویان باندی حاکمیت وکړی بله چاره تاسی نلری . که چیری دلته صفوی حاکمیت حاکم وی نو هرڅه به سم وی او که چیری افغانان داسی یو فکر پیدا کړی چی پخپل هیواد کښی د خپلی خوښی حکومت جوړ کړی نو بیا د داسی خالاتو ته منتظر اوسی چی دا پورته یاد شوی حالات به په افغانستان کښی راځی . دا پلانونه ټول د روم د کلیسا لخوا پلان کیږی او وروسته د امریکا د حکومت او صفویانو د ګډی همکاری په واسطه عملی کیږی . په همدی خاطر د افغانستان پخوانی پاچاهان لکه امان الله خان یا هم ظاهر کل کله چی دوی په افغانستان کښی قدرت بایلود نو د روم کلیسا ته یی پناه وروړه . تاسی وینی چی نن هم د ظاهر کل زامن او لمسی د ایطالیا څخه (چی د روم کلیسا هلته ده ) دلته راځی او غواړی دا پروژه عملی کړی

  • دلته ددی پروژی داخلی خواه صفویان پر مخ وړی ځکه چی دوی ته د افغانانو داخلی جوړښتونه ښه معلوم دی او امریکایان یی ظاهری خواه پر مخ وړی یعنی ظاهرا افغانستان امریکا اشغال کړی خو داخلی پروسه د صفویانو لخوا عملی کیږی . صفویانو ته د افغانانو په منځ کښی ټول حساستونه ډیر ښه معلوم دی او پری پوهیږی چی څه ډول استفاده ترینه وکړی

  • کله چه روسان وتل ، امریکا یانو ته یی د خوندی وتلو او افغان مجاهدینو څخه د غچ اخستنی د پاره پناه یووړه او افغانستان یی امریکا یانو ته وسپارلو . امریکایانو د روسانو پناه او خوندی ویستل په دی شرط ومنل چه افغانتستان کی باید د جهاد او مجاهدینو د بدنامولو د پاره باید خپل منځن جنګونه رامنځته شی په دغه کار کی باید روسان هم ورسره لاس اړونه ولری او هغه لاس اړونه دا ده چه کمونستان امریکایانو ته کرایه یا اجاره کړی روسانو ورته کمونستان اجاره کړل، یوه لسیزه وروسته باید امریکایانو افغانستان په شمال او حنوب ویشلی وی مګر طالبان الله وزیږول او هیواد یی نه یواځی له ویشلو وژغورلو بلکه هغه الهی نظام یی پکی پلی کړو جه امریکا یانو یی د مخنیوی د پاره پکی د اخوانی او کمونستی مشرانو په مټ د شمال او جنوب خبل منځی جنګونه رامنځته کړل .
    په هر صورت ، اوږدو قیصو ته ځکه نه ځم چه زمونږ او ستاسی د سترګو لیدلی حال دی ، امریکا محبوره شوه د دوهم ځل مجاهدینو د ځپلو دپاره د نړیوال کفری اشر او روسانو په مرسته یی زمونږ هیواد د دوهم ځل د پاره اشغال کړو امریکا ته د لمړی ځل مجاهدینو پیاوړتیا او مورال معلوم وو نو داځل خو به تر هغوی هم ډیره پیاوړتیا ولری او ویی لرله نو د ټولی نړی د کفارو او غلامانو سره یی په ډیر شمیر او ډیر قوت یرغل وکړو ، وایی افغانستان ته یرغلګر په اسانی ننوځی مګر په سختی تری وځی هماغه وو چه امریکا د روسانو په شان د څلیښتو په ډند کی بند باتی دی د هماغه برخه لیک سره مخ دی چه روسان مخامخ وو ، روسانو خو امریکایانو ته پناه یووړه دوی به چا ته پناه وړی ؟
    د افغانانو تر ةنځ خپل منځی جګړو ته یی پناه یوووړه د همدی امله یی مخکی له مخکی د شمال او جنوب سرسخته دشمنان دواړه ریسان کړل ، دوستم ته یی د ایشجی دوسیه جوړ کړه ، ګلبدین یی له باګرامه دارالامان او فریادی سپی یی له لندنه ورته راوست ضیا مسعود یی له دندی لیری او د رازق هلکو او عطا لوده سره یی ناخوالی پیل کړی داسی نور پټ او ښکاره لیوان شتون لری چه د خپل منځی جنګو په وخت به خپلی داړی چینګوی
    په دی واسطه به جهادی روحیه په داخلی قومی کرکو او دشمنیو بدله کړی او دا شمال او جنوب یا پشتون او غیر پشتون به د طالبانو دننه هم جوړ شی او په دی واسطه به طالبان کمزوری او دوی به بیا راشی او دا هیواد به په شمال او جنوب وویشی .
    دا سمه ده چه نظم نوینی جهانی د هر اسلامی او حتی غیر اسلامی هیوادو د ویشلو او پاشلو د پاره جلا جلا بلانونه په نظر کی لری د ایران صفویانو د پاره خبلی فتنی په نظر کی لری دا هم سمه ده چه کله به یی د افغانستان ، عراق او پاکستان سره هم په ستونزو کی راولی مګر اوس وخت کیی ورته داخلی جنګونه پیل کړی همدا د ایران د صفویانو د سیاسی ژوند اخری شیبی دی فکر نه کوم چه ډیر دوام به وکړی د سعودی د پاره یی خبل هکی د چرګو لاندی ایښی نن صبا به به چرګوړی کیږی او هغه لوی سعودی به ټوټی ټوتی کیږی ،
    نظم نوین جهانی د ټول جهان په کمزوری کولو نړیوال هیواد یا حکومت جوړولای شی پایتخت به یی اسراییل ، سیاسی پلانونه به باریس او لندن کی ، نظامی او استخباراتی مرکز به یی امریکا وی .
    زه نه وایم چه دوی به خامخا په دغه شیطانی پلانو او فتنو کی بریالیتوب ترلاسه کوی مګر دغه دد وی هڅی اووسی دی تر هغی چه اصلی دجال ظهور وکړی او عیسی ع یی اخری مرګ ته الله ج راولیږی، لکه هر ذیروح چه د ژوند خانګړی دوره لری دغه د ذیروح لو ټاتوبی ( زمکه ) هم د ژوند ځانګړی دوره لری فکر کوم د شرایطو او وړو نښو له مخی زړښت ته رسیدلی او د څنکدن په څنډو ګرځی نن یا صبا به یی د مرګ اخری شپی رارسیږی او دی مرګ کی به یی یو عمده فکتور خپله انسان وی لکه ذروی وسلی ، په صنعتی کولو د هوا ګرموالی ، دغه نور جنګونه او د بشری نفوس زیاتوالی او د هوا د الودګی له امله الودیکی او د ازون د طبقی ماتوالی د بی شیمیره ناروغیو رامنځته کیدل چه همدغه میوه جات ، غله جات ، سبریجات خواړه اوبه او هوا به زمونږ د پاره زهریات جوړیږی او داسی نور

  • سادات صیب ته له کومی خوا راپورته شوی چه غازی امانالله خان ته سپکاوی کوی هغه چاته بدوای چه خپلواکی ی له انګریزه واخیسته نوستا او دسقاو دزوی ترمنز فرق نه شته دی

  • احتر محمد صاحب سلامونه مو ومنی !
    زه د سادات پلوی نه کوم ، سادات نه يزنم او ناتسی پیژنم څه چه پیژنم هغه واقعیتونه او حقایق دی چه مونږ او تاسی پری د عقلی او نقلی دلایلو له مخی بحث کوو :
    امان الله خان کومه خپلواکی تر لاسه کړی ؟ مونږ پرون د روسانو او نن د امریکایانو او انګریزانو په واسطه اشغال یو د خبلواکی غوښتوکی جنګیالی او ننګیالی د هیواد په هره لویشت کی له کابله نیولی تر ولایاتو او سرحداتو ورسره جنګیږی ( هم پرون او هم نن ) د طالبانو حکومت لیری شوی او په ځآی یی د اشغلګرو غلامه اداره د برچی په زور تبأ شوی هغه وایی او هغه کوی چه ورته قومانده او دستور ورکول کیږی او ......
    امان الله خان پلار پاچا وو، دا سمه ده چه د پاچاهی عیاشیو او نیمګړتیاوو له امله به کله د یو او کله بل استعمار د نفوذ لاندی وو او س هم نړی کی داسی هیواد نشته چه د استعماری او یا نیمه استعماری قدرتو د نفوذ لاندی نه وی . مګر مستعمره او بلواکه هیوادونه هغه دی لکه زمونږ د اوسنی حالت او یا د پرونی هند په شان مستقیما د اشغالګرو له خوا اداره کیږی او د هغه مستعمی وچه لمده او هوا داشغلګرو په واک او ځواک کی وی ، هو داسمه ده چه انګریزانو د امان الله پلار او نیکونه د رشوت په ورکولو د خپل نفوذ لاندی راوستی وو د پشتونخوا زمکی یی تری اجاره کړی وی او تړون کی یی دا هم ورباندی منلی وه چه کابل کی به د روسی سفارت نه وی او انګریزانو پکی لوس سفارت درلود، دا هم یو ډول اسارت دی مګر لکه د یو خپلواک کس سره چه د چل او فریب په واسطه څه لاسلیک کړی. نه دا چه زمونږ هیواد مستعمره او بلواکه وو .
    که مونږ خپلواکی نه لرلی امان الله او دهغه پلرونه به پاچاهان نه وو او امان الله په کابل او دننه په هیواد کی د انرګیزانو سره د طالبانو یا پرونو مجاهدینو :په شان جهاد کولی مګر امان الله د افغانستان له سرحداتو بیرون په ټل او وانو یا تورخم او سپین بولدک کی جنګ شروع کړی وو او کله چه تل او واڼو کی انګریزانو د نادرخان سره پیتی اړیکی ونیولی او د نادرخان پیشروی د منلو سره یی سمدلاسه لاسونه پورته او د روغی جوړی دتړون غوښتونکی شول او په تړون کی د روسی سفارت برانیستل او انګریزی سفارت بندیدل ومنل شول دغه خپلواکی وه ؟ او د دغه خپلواکی په بیه کی د پشتونخوا اجاره په قباله بدله شوه او هغه هم مفته یعنی د هغه اجاری روپی هم ورکی شوی دغه د امان الله خان خپلواکی وه ؟

  • سلام علیکم.
    لومړی تر هر څه د مخه غواړم د خپل عدم منافقت د اثبات پخاطر لاندی ټکی وړاندی کړم:
    دا صحیح ده چه زه د نن ټکی آسبا له لیاری ځینی وخت خپل نظر وړاندی کوم چه البته نن ټکی آسیا ته د یو افغانی او حوصله ناکی پاڼی په سترګه ګورم خو غواړم په ډاګه ووایم چه زه سره لدې چه ځان یو مسلمان ګڼم او سره لدې چه په اصطلاح د پښتنی مور او پلار او افغانی خاوری بچی یم خو د خپلی خاصی سلیقې په اساس چه لرم ئې، له اولی ورځی د طالبانو سخت خلاف وم او یم او اوسم به.
    دا چه ولی، د علت بیان ئې شاید ګرانو وړونو ته د منلو وړ نه وی، بیا هم:
    د اللّه پاک ښکلی مخلوق ( عقل) ته د درانه درناوی او همدارنګه د اسلام د دښمنانو د پټو او شیطانی نقشو څرنګوالی ( زه د توطېې تئوری ته کلکه عقیده لرم)راته اجازه نه راکوی چه ومنم طالب یعنی اسلام او اسلام یعنی طالب.نه هیڅکله.
    پدې هکله می د طالبانو له ډېرو خواخوږو سره بحثونه کړیدی چه البته هیڅوک ندی بریالی شوی چه د منطق لاس می را وپیچی.
    په هر حال د پورته موضوع په هکله می عرض دادی چه:
    موږ اکثراً فکر کوو چه د نن ورځی اجتماعی- فرهنګی- سیاسی- اقتصادی- مذهبی- فکری ...... ستونزه همدا پرون یا وړمه ورځ را ته پیدا شوېده، حال داچه د شپیتو اویا اتیا نوی او حتی سلو کلونو مخکنیو نقشو د پلی کېدو پایله او نتیجه ده چه زینه په زینه او ګام په ګام او مرحله په مرحله په ډېر مهارت اجراء شویده.
    یو وړوکی مثال:
    د ظاهر شاه څلوېښت کلنه ظاهراً آرامه دوره د هغه د سیاست او شخصیت محصول نه ؤ بلکه دا د نړیوالو د ګډ او مشترک پلان یوه پټه پروژه وه، د دموکراسی په لس کلنه دوره کی د ډول ډول سیاسی افکارو د تخم شیندل او ددې تخمونو حاصل او ثمر هم د لویو قدرتونو د لویو پروژو یوه وړوکې برخه وه.د اخوانیت تخم، د کمونیزم تخم، د افغان ملتی تخم، د ستمی تخم او نور د قمار بازانو خبره هغه بِجِلی وی چه زموږ د خاوری د قمار پر ټاټ د لویو قماربازانو لخوا ګېلی شوی دی.
    لویو قدرتونو په خاموشه ژبه یو د بل سره منلې وه چه که لومړی د هر چا بِجل شکه شوه، بازی هغه ګټلې ده. بلې لس کاله بازی شروع وه، کمونسټ،اخوانی،قوم پرست او زبی پرست خپلو فکری مبارزو ته زور ورکړی ؤ، په بِجلو کی د شوروی د انډېوالانو بِجل تر نورو شکه شکه کېدل او شوروی هم د خپلی بِجلی په بریالیتوب ډاډه او مطمئن ؤ، د شوروی رقیبان هم پوهېدل چه د هغوی بِجل ګټونکې ده او حتی پدې خوښ او راضی وه چه د شوروی بِجل وکولای شی بازی مؤقتاً وګټی. څلور پنځه کاله ( د لیونی سردار جمهوریت) د بِجلو د استراحت او په عین وخت کی پوره چمتووالی وخت ؤ.
    پر ټاکلی وخت قمار پیل او د شوروی انډیوالانو لوبه وګټله( البته د هغوی په ګمان) ،انګرېز، چین او امریکا په ریاکارانه توګه خواشینی خو په حقیقت کی ډېر خوښ شوه او خپلی لوبو ته ئې د خپلو قماری لوبغاړو پواسطه دوام ورکړ او هغه څه ئې رامنځته کړه کوم چه نن ئې موږ او تاسی وینو.
    دا د سیاسی لوبو یو اړخ ؤ، د فرهنګی او قومی او تباری لوبو څرنګوالی او کیفیت په بل ډګر کی را څرګند شو هغه داچه:
    انګرېز د سلطنت کړۍ پدې قانع او راضی کړه ( ظاهراً) چه د د سلطنت د بقاء او ټینګښت او پائښت پخاطر، د پښتون ټبر يو څو سوه کورنۍ د شمال په برخو کی میشت کړی څو هلته غیر پښتون ټبر کنټرول او قومی بافت د سلنی نژادی او قومی حالت څخه را وباسی، ګرچه سلطنت شاید پدې نیت دا کار ترسره کړی وی چه ګوندی خپلی پښې او ریښې د پښتون ټبر د ریښو د ټینګېدو له لیاری ټینګی کړی خو د انګرېز خبیث اصلی هدف داؤ چه سل نوی اتیا اویا کاله وروسته په شمالی سیمه او حتی ټول افغانستان کی د قومی او سمتی کرکی او نفرت د تخم شیندنی حاصل لاسته راوړی چه د بده مرغه همداسی هم وشوه او همداسی هم کیږی او همداسی به هم وسی.
    د یادولو وړ ده چه دا ډول پلیدی لوبی یوازی زموږ په مظلوم هیواد کی نه بلکه زموږ په ټوله اسلامی سبمه کی تر سره شویدی، د ترک، عرب،فارس،افغان، کُرد،سُنی،شیعه او ......پنوم یوه ډکه ګاډۍ خطر ناکه تخمونه شیندل شویدی.
    پدې هکله به مفصل مجلس وروسته سره وکو.
    د ګرانو وړونو د تنویر!!! لپاره فعلاً همدومره کفایت کوی.

  • هوالله
    دراصل دامن زدن به تعصبات برمحور قومی سمتی لسانی تنظیمی شالوده از تفکرات استعماری دول غربی درقبال کشورهای فقیر میباشد ودرپهلوی ان کشور های همچوار ذینفع درکشور ما یکی از اصول واهداف را که دارند از طرف انها توسط عمال خود به این گونه تعصبات دامن میزنند سخن دراین هست که هرفرد از این کشور که درسایر کشورها مهاجر ویا سفر مینمایند همه برمحور افغان نمی چرخند.........؟ تاسفم دراین میباشد که چگونه افراد که از کلمه افغان درحقیقت نفرت خود را ابراز میدارند ضمیر ووجدان انها اجازه چنین اعمال را میدهد وافراد شریر خود فروش که وابسته به دولهای خارجی میباشند به مانند پدرام که مستقیم به طبل این تعصبات دامن میزند وبه اشاره انها مستانه میرقصند وبه سرسلامتی انها پیک بالا مینمایند اینها هستند که با مراجعه به سفارت های کشورها که حق المزد خودرا از این سفارت ها دریافت می نمایند واینده اینها را سفارت مذکور تضمین نموده است اینها به اینگونه تعصبات دامن میزنند دیگر انها از خود نه طرز تفکر دارند ونه پشتیبانی مردمی ونه ایمان بخدا وروز رستاخیز واین یک حقیقت هست که اینها مطلق سیکولار های دول غربی میباشند با افروختن اتش های تعصبات قومی میخواهند کشور ومردم ما را تجزیه نمایند وانشالله این ارمان به مانند اربابان خود به گور میبرند ودراین جای شک وشبه نیست
    تا یک نفر افغان هست
    زنده افغانستان هست
    بدرود
    محمد خالد

  • غلام حضرت صاحب !
    مسلمان بودن په دی نه دی چه ووایاست زه تر ټولو کلک مسلمان یم ، مګر د الله ج د دشمنانو د ګټو غوشتونکی او ساتونکی یاست او لا د الله ج د دوستانو خلاف ویل او کړنی تر سره کوی .
    په دی خو قانع یاست چه زمونږ هیواد اشغال شوی او د جنګ سالارانو غلامانو غلامه ، ناوړه او فاسده اداره یی زمونږ په مظلوم اولس د برچی په زور تپلی !!!!!!!!!!!! یعنی زمونږ خپلواکی غصب شوی
    په دی به هم قانع یاست ، چه د هر فرعون د پاره یو موسی الله ج خلق کړی وی ، یعنی هره شپه صبا لری یا هری تاریکی پسی رڼا ځلیدونکی وی دموسی هغه ډله کی طالبان نه وی څوک دی چه د وخت د فرعون په مقابل کی په مالونو، ځآنونو او اولادونو قربانی ورکوی ؟
    د اسلام ( حق ) د منلو د پاره منورو او سپیڅلو زړونو ته تر سپڅلو مغزونو د مخه اړه ده چه د الله ج د رضا د پاره ژوند وسیله ګڼی. له ځآنو پوری بمونه تړی . هغوی چه د نورو د پاره کار کوی د دی په خاطر چه د ژوند عمر یی زیات او خوشالی زیاته کړی ، هغوی کله هم د معاش د پاره ژوند له لاسه نه ورکوی .
    د اسلام او ایمان منلو خزانو دروازی هغوی ته پرانستل کیږی چه فطری نیکمرغی ولری ،دا د متفکرو مغزو نه بلکه د منوزو زړو بینکونه دی یعنی پدی خزانو کی منور زړونه تر متفکرو ماغزو د مخه دی . متفکر ماغزه انسان له مرګ او ستونزو ساتی د خوشاله ژوند د پاره وسایل او پلانونه ورته زده کوی متفکر ماغزه کله هم یو انسان ته د ځان ،مال او اولادو د قربانی کولو اجازه نه ورکوی مګر د ایمان او تقوی ډک زړونه د متفکرو ماغزو په ضد انسان ته د سبیڅلی هدف ته د رسیدو د پاره د ځان ، مال او اولادو د قربانولو اجازه ورکوی طالبان د هغه فطری نیکمرغو انسانانو له ډلی څخه دی د هغوی زړونه د تقوی او ایمان په دیوالو خوندی شوی ، ستا په شان خلکو تبلیغاتی بریدونه انسانی شیطانی بریدونه دی په کمزورو زړونو به اغیزه ولری مګر د هغو زمریانو په زړونو او ارادو کی نه یواځی موثریت نه لری بلکه له اولس کلونو جنګ وروسته خلک پوه شوی خلکو خپل اصلی دوستان او دشمنان پیژندلی .
    هو دا درسره منم لکه د روسانو او کمونستانو دوره کی چه په لس ګونه د اسلام په نوم ګوندونه جوړ شوی وو ، تولو لږ یا ډیر د کمونستتانو او روسانو په ضد جهادی کړنی او تبلیغات لرل هر چا د ځآن توصیف او د نورو ښکته ویله عامو خلکو ته ستونزمنه وه چه ډير ښه یا ډیر بد پیدا او مشخص کړی مګر اوس وخت طالبان یوآخنی مجاهدین دی چه د امریکایانو او ستاسی په شان سکولریستانو په ضد په ډیره پیاوړتیا او بریالیتوب جنګیږی ، یعنی بل بدیل نشته چه خلک د طالبانو په اړه مشوش یا شکمن پاتی وی. مګر ځینی معاش خواره او ژباړن ، هغوی په دی ډول تبلیغاتو خپل کمیشن زیاتوی او خپلو کورنیو نه نفقه پیدا کوی دا هم لوی بزنس دی
    د دی د پاره چه عوام د طالبانو په ضد قانع کړی سوګندونه یادوی چه زه یا مونږ والله بالله ښه مسلمان یا مسلمانانو یو مګر طالبان د هغه او هغه جاسوسان دی د جاسوس او حقیقی انسان توپیر په همدی کی چه جاسوس او کمیشن کار کوم چه په ناحقه سوګندونه یادوی هدف یی په دغه تبلیغاتو دمعاشونو او کمیشن تر لاسه کول دی مګر دغه جاسوس کله هم ځان د معاش یا کمیشن د پاره مرګ ته نه ورکوی د هغوی هدف ژوندی او خوشاله پاتی کیدل او معاشونه یی وسیله ده ، نو د وسیلی ( معاشو ) د پاره هدف ( اوږد او حوشاله ژوند ) له لاسه نه ورکوی . برخلاف طالبان د خاوری ، خلکو ، خپلواکی ، ناموس ، ملی او دینی فرهنک او مقدساتو د پاره چه ټول د الله ج په رضا او مظلوم اولس په رضا او خوشالیو کی نغښتی دی یعنی د طالبانو سپیڅلی هدف په ګوته کوی ، طالبان د دغه سپیڅلی هدف د پاره خبل ژوند وسیله ګڼی بمونه د ځآن پوری تړی او د ټول نړیوال کفر د هر ډول خطرناکو وسلو، ټانکو ، الوتکو او شیطانی میدیان سره سره هر څای او هره نقطه کی چه وی د الله ج په نصرت ځانونه قربانوی .
    طالبان د غلام حضرتانو په شان خلکو په رد او تایید پروا نه لری او نه په عوامو دغسی دروغین سوګندونه او تبلیغات نور اثر لری .
    دا دحق او باطل یا د حرص او اطمنان جګړه د هابیل او قابیل تر منځ لمړی پیل شوی او د عیسی ع او دجال په اخری حګړه به ختمیږی د حق په اړخ کی د حق پلویان ( طالبان ) او د باطل اړخ کی د باطل پلویان ( غلام حضرتان ) قرار لری د حق پلویان د معنویاتو او د باطل اړخ د مادیاتو د تر لاسه کولو د پاره هلی ځلی لری ، غلام حضرت صاحب زه تاسی ډیر نه ګرموم ، تاسی ازلی یا فطری بدمرغو اړخ کی قرار لری دعا به درته کوو چه زړه دی الله ج په ایمان او تقوی روښانه او د باطل برستی ناولتیا دی له زړه کمه شه ، که نه دالله ج جهنم ستاسی د پاره هم کافی ځای لری تاسی به هم دټرمپ،بوش اوباما ، کرزی غنی او نورو سره یوځای د جهنم کور ته ور تلونکی یاست د نوی کور مبارکی درته وایو مننه

  • د ښاغلی اقبال صاحب د پاملرنی وړ یو څو لنډ ټکی:
    ۱- یو څوک حق نلری چه د یو چا ایمان وزن او بیا هغه د اسلام د دائرې څخه وباسی.
    ۲- د ښاغلی اقبال د جذباتی څرګندونو څخه داسی ښکاری چه هغه به حتماً تر اوسه پوری د اشغالګرانو په وړاندی اته ځله شهید شوی، اووه ځله زخمی شوی او نولس ځله په ابدی حبس محکوم شوی وی.
    ۳- ښاغلی اقبال باید ومنی چه غلام حضرت د طالب او نورو جهالو په منګلو کی اسیر ندی چه مثلاً له ویری فقط په خوله اقرار وکړی چه هغه یو مسلمان دی بلکه غلام حضرت د اروپا په زړه کی اوسی خو اروپا د هغه په زړه کی لومړنئ ځای نلری، هغه کرکه او نفرت چه هغه د شورویانو څخه درلود نن ئې د امپریالیزم خصوصاً امریکائئ او انګریزی امپریالیزم څخه هم لری.
    ۴- د غ.ح لید او تعریف د طالب په هکله همهغه د لومړنی ورځی لید او تعریف دی کوم چه د طالب په صف او قطار کی ئې لوی لوی خلقیان، افغان ملتیان،پخوانۍ ملیشه،د پنجاب مزدوران او نوری مرموزی څېرې تر سترګه شوې ،البته ښه خلک هم پکی وه خو اصلی کیزه د بل په لاس کی وه.
    ۵- غ.حضرت همیشه پدې عقیده دی چه (اشغال) باید صحیح تشریح او توضیح شی.
    آیا د ( اشغال) تعریف یوازی د کفر تسلط دی او که ملی او وطنی صیغه هم لری؟
    هغه څوک به بیده وی چه پدې حقیقت باور ونلری چه نن ورځ حتی په مکی او نبوی حرم کی د امریکا او یهودو او انګریزانو او فرانسویانو امنیتی ټیمونه شتون لری څو د یو احتمالی خلکی- دینی پاڅون مخه ئې نیولې وی، که ( اشغال) ملی او وطنی صیغه هم ولری نو یو افغان ته د مولانا فضل الرحمن او پاکستانی جنرالانو بې وېزې حضور په کابل کی ( د طالب د حاکمیت په وخت کی) څنګه توجیه کېدای شی؟
    ۶- اقبال خان او د هغه فکری انډیوالان باید پدې پوه شی چه:
    خدای او پیغمبر حق دی، جنت او دوږخ حق دی، حُری او غلمان حق دی، د شهادت مقام یو اوچت مقام دی، د ظلم او فساد په وړاندی مبارزه حق ده خو:
    هغه څه چه نن ئې طالب او القاعده او داعش او د سورئې اکثره تروریسټان د جهاد پنوم تر سره کوی او بیګناه انسانان وژنی او تخریب او ویرانی را منځته کوی دا ټول جِعلی او تقلبی دینی عقائد او د اسلام او انسان د دښمنانو په ګټه کړنی دی اسلام او افغان ته ئې نه دا چه ګټه نده رسولې بلکه ستر زیان ئې هم ور رسولی دی.
    اجازه دی راکړه شی په ډاګه ووایم چه:
    القاعده یوه امریکائي پروژه ده
    طالب یوه انګریزۍ پروژه ده
    داعش یوه عبری پروژه ده.
    وروستۍ او اصلی خبره:
    لکه چه می عرض وکړ د نن ورځی جهادی!!!! فعالیتونه ټول جعلی او تقلبی او د نورو استخباراتی قدرتونو له لوری هدایت شوی او کنترول شوی او تحریک شوی او تمویل شوی فعالیتونه دی نو د ( جعلی او تفلبی) معنی به داوی چه (اصلی) او ( خالص ) جهاد هم شتون لری چه هغه لا تر اوسه ندی پیل شوی او یوه ورځ پیلیدونکی دی دا چه کله، معلومه نده.