نړۍ

د کراچي په هوايي ډګر کې د ایف بي آی جاسوس نیول شوی

نن ټکی آسیا: د کراچي په هوايي ډګر کې امنیتی چارواکو یو امریکايي الاصله کس د اسلحې سره نیولی، چې وروسته تر تحقیقاتو ثابته شول چې نوموړی د امریکا امنیتي او استخباراتي ادارې ایف بي آی غړی او کارمند دی، او غوښتل یې چې د کراچي څخه اسلام اباد ته په الوتکه کې د وسلې سره سفر وکړي.

د نوموړي نوم جوئل کاک ښودل شوی، او د امریکې سفارت اعلان کړی چې نوموړی د ایف بي آی کارکونکی دی، او د هغه د قضیې د حل لپاره سفارت او وزارت خارجه سره په تماس کې دي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم څو ځله امریکايي جاسوسان په پاکستان کې د وسلو سره نیول شوي، او بیرته خوشي شوي دي، چې یو له هغو څخه د ریمونډ ډیوس په نامه جاسوس وو، چې پر سر یې د امریکا او پاکستان تر منځ اړیکي ډیري خرابي شولې، خو بیا هم امریکا وتوانیدل چې خپل جاسوس چې دوه پاکستاني استخباراتي مامورین یې هم وژلي وه، له زندانه روغ رمټ خلاص کړي، او په امریکا کې د محکمې په بهانه یې بیرته هلته خوشي کړي.

د پاکستان ځیني رسنۍ ادعا کوي چې په پاکستان کې د مختلفو مذاهبو تر منځ جګړې، او همداسي په مساجدو او د خلګو په ګڼه ګوڼه کې د چاودنو تر شا هم د همدې جاسوسانو لاس دی، چې غواړي په دې کارونو سره له یوې خوا مذهبي او جهادي ګوندونه بدنام کړي، او له بله اړخه د پاکستان حکومت باندي فشار راوړي، او هغوی کمزوري کړي، تر څو یې هره خبره ژر تر ژره ومنل شي.http://images.geo.tv/updates_pics/FBIagent-Karachi-US_5-7-2014_146917_l.jpg

http://www.nationalturk.com/en/wp-content/uploads/2014/05/US-FBI-Pakistan-Nationalturk-7-480x360.jpg

{dailymotion}x1tew3e_fbi-agent-held-at-karachi-airport-07-may-2014_news{/dailymotion}

عبد الله – کراچي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x