بالآخره زما د نیکیو تله درنده شوه

دکتور کفایت الله وردګ

ابو نصر صیاد غریب او بې وزله سړی وو له خپلې مېرمن او یوه ماشوم سره یې د غربت نه ډکې شپې تېرولې یوه ورځ چې د خپل حالت نه خفه په لاره روان وو د خپل وږي ماشوم او مېرمن په اړه فکر را ا خیستی وو خپل ا ستاذ احمد بن مسکین (تابعي) ورسره مخامخ شو .

احمد بن مسکین رحمه الله چې د خپل شاګرد مخ ته وکتل د هغه مخ او سترګو د خپل سخت حالت او غربت کیسې کولې …. ورته یې وویل : د غربت نه پرېشان یې ؟

ابو نصر الصیاد ورته وویل : هو !

شیخ احمد بن مسکین التابعي رحمه الله ورته وویل : راځه لما سره د بحر غاړې ته ځو جال درسره دی که وشو نو ماهیان به ونیسو کله چې هلته ورسېدل ورته یې وویل : راځه دلته ددې لپاره چې الله ستا مشکل حل کړي دوه دوه رکعته نفل مونځ کوو .

دوه رکعته نفل یې وکول او له الله تعالی نه یې د ابو نصر الصیاد او د هغه د کورنۍ لپاره د حلال رزق دعا وغوښته .

بیا یې ورته وویل : اوس بسم الله ووایه او دا جال واخله او بحر ته یې ور وغورځوه ..

ابو نصر الصیاد چې جال بحر ته وغورځولو له څه ځنډ وروسته الله ورته په جال کې یو ماهی ورکړو هغه یې را وویستلو او احمد بن مسکین رحمه الله ورته وویل : ځه اوس دا بازار ته یوسه خرڅ یې کړه او د خپلې کورنۍ لپاره ورباندې څه خوراک واخله اوس به مو دا بس شي بیا الله تعالی مهربان دی .

ابو نصر الصیاد چې هغه بازار ته یوړو ا و خرڅ یې کړو دوه ډوډۍ یې ورباندې واخیستې .

کور ته ددې خوشحالی سره روان وو چې پدې سره به یې دمېرمن او ماشوم زوی لوږه ختمه کړي او هغوی ته به دا د خوشحالی خبر وروړي .

په لاره کې یې یوه مېرمن ولیده چې ماشوم یې په غیږ کې وو او ژړل یې هغوی هم لوږي پسې را اخیستي وو او سوال یې کاوه ابو نصر الصیاد چې دا ولیدل په لاس کې دوو ډوډیو ته یې وکتل او له ځانه سره یې وویل : دا مېرمن او ورسره ماشوم هم لکه زما د مېرمن او ماشوم په ډول وږي شوي دي زه څه وکوم؟

په همدې فکر کې یې د سوال کونکې مېرمن سترګو ته وکتل په هغې کې ډنډې ډنډې اوښکې او سوال ته غزېدلی لاس یې برداشت نشوای کړلی دواړه ډوډۍ یې ورکړې .

مېرمن ډېره زیاته ورته خوشحاله شوه اوښکې یې وچې کړې او د ماشوم په مخ باندې یوه بې اختیاره خوشحالي او مُسکا را ښکاره شوه .

دی ورڅخه روان شو بېرته یې د خپل ماشوم او مېرمنې فکر په دماغو باندې غالب شو او د کور په لور یې مړه مړه قدمونه اخیستل شروع کړل .

لږ مخکې لاړو چې یو کس یې ولیدو چې د ابی نصر د کور پوښتنه یې کوله .

خلکو ورته وښودو : چې دا را روان کس ابو نصر الصیاد دی .

هغه پوښتنه کوونکي ورته وویل : ستا پلار د الله تعالی وبښي ماته یې شل کاله وړاندې څه مال په قرض راکړی وو بیا هغه وفات شو دا واخله دېرش زره درهمه دي او دا د دخپل پلار مال دی .

ابو نصر الصیاد بیا خپله کیسه کوي چې ددې نه وروسته زه مالدار شوم .

مال مې په کار واچولو او زیات شو ، د کورونو مالک شوم ، تجارت مې فراخ شو صدقه کول مې خوښ وو زر درهمه به مې په یو ځای صدقه کول او د الله تعالی شکر به مې ویستلو چې زما هغه حالت یې په دې حالت بدل کړو .

څه ورځې تېرې شوې او خپل ځان ته ډېر په غوره کې شوم او له ځانه سره مې وویل : دا وګوره زه دومره ډېر خیراتونه کوم او ډېر خیراتونه مې وکول .

د شپې ویده شوم خوب مې لیدو چې د قیامت ورځ ده او د عملونو وزن (تول) شروع شو یو اواز وشو چې ویل یې : ابا نصره راشه چې اوس ستا عملونه وتلو ..

د تلې په یوه لوري کې زما ګناهونه په بل لوري کې نېک عملونه کېښودل شول …. خو زما د ګناهونه اړخ دروند شو ….

ما وویل : هغه زما مالونه څه شول چې ما خیرات کول؟

هره صدقه چې ما کړې وه د هغې سره په خوا کې به د ریا ، ځان ته خوشحاله کېدلو او فخر کولو بوی وو نو چې په تله کې به کېښودله شوه وزن به یې نه وو تردې چې زما ټول خیراتونه په تله کې کېښودل شول خو زما دګناهونه اړخ تر اوسه دروند پاتې وو زه په ژړا شوم ځکه نور هېڅ داسې څه شی نه وو چې ما ورته سترګې اړولې وای ..

پدې وخت کې مې یو اواز واورېدو چې ویل یې : د ابو نصر الصیاد لپاره نور څه شی پاتې دي؟

وامې ورېدل چې ملک ورته ویل : هو دوه ډوډۍ یې چې یوې غریبې مېرمن ته ورکړې وې هغه باتې دي هغه یې دواړه راوړې چې د نیکیو په تله کې یې کېښودې نو هغه یو دم ورسره دومره درنده شوه چې د ګناهونو لوری یې ښکته کړو لکن بیا هم دواړه طرفونه سره برابر شول زما ژړا په قرار شوه لکن بیا هم څرنګه چې د نیکیو تله پوره او په غوڅ ډول درنده نه وه په زړه کې مې وېره پاتې وه او ترهېدلی ولاړ وم .

پدې وخت کې مې یو اواز واورېدو چې ویل یې : د ابو نصر الصیاد لپاره نور څه شی پاتې دي؟

د ملک اواز مې واورېدو چې ویل یې : هو …

زه حیران شوم چې دا به کوم شی وي؟

چې ملک وویل : د هغه مېرمنې اوښکې پاتې دي چې ده د دوو ډوډیو په ورکولو سره وچې کړې هغه به هم دده د نیکیو په تله کې اېږدو .

کله یې چې هغه اوښکې په تله کې کېښودې نو لکه سخته درنده تېږه تله یې داسې ښکته کړه او د نیکیو تله مې درنده شوه .

زه ډېر زیات خوشحال شوم پدې وخت کې مې بیا اواز واورېدو چې نور څه شی شته؟

ویل : هو هغه د ماشوم مُسکا کله یې چې ده مور ته ډوډۍ په لاس کې ورکړې د هغه ژړا په مُسکا بدله شوه .

هغه یې راوړه او په تله کې کېښوده تله ورسره درنده شوه او درنده شوه بالآخره زما د نیکیو تله درنده شوه … یو اواز مې واورېدو چې ویل یې : ابو نصر کامیاب شو ، کامیاب شو لدې سره را ویښ شوم …

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د