افغانستان

هلمند نوزاد: د عملياتو پر مهال ملکيانو ته ځاني او مالي زيان اوښتی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۵۶ل): د هلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملياتو ملکي خلکو ته ځاني او مالي زيان اوښتي دی.

د نوزاد يوې سيمه ييزې باوري سرچينې نن ټکی اسيا ته وويل، تېره شپه ګډو ځواکونو د يادې ولسوالۍ مربوط د “اورموز” سيمې په ستر بازار او په ورڅېرمه نږدې مدرسه عمليات کړي، چې يو شمېر ملکي خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د سرچينې په وينا، عملياتي عسکرو د بازار يو شمېر هټۍ په بمونو ويجاړې کړي، ډیری مالونه يې له ځان سره وړي، ګڼ شمير ولسي خلک وژل شوي او د مدرسې په انګړ کې يې د دينې زده کړو زده کوونکي وژلي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، لا هم سيمه د ګډو ځواکونو له لوري کلابنده ده او هيچا ته د ټپيانو او وژل شويو کسانو د وړلو اجازه نه ورکوي.

تر اوسه په دې اړه دولتي چارواکو کومه تبصره نه ده کړې.

خو د طالبانو وياند قاري یوسف احمدي د عامو خلکو زورول، وژل او د هغوی مالونه چور کول ستر جنايت بللی او په خبره يې چې (کله هم یرغلګر په افغانستان کې په ګونډو شوي د شکست له عمده عواملو څخه يې په ديني ارزښتونو بریدونه او د عامو خلکو په وړاندې وحشت وو، چې ولس يې حساس کړی او د خپل دین او مال د فاع ته يې اړ کړی دي).

د افغانستان په اړه د امريکا د نوې جنګي ستراتيژۍ له اعلان وروسته په هېواد کې د ګډو ځواکونو په شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو کې زياتوالی راغلی، چې ډیری وخت پکې ملکي ميشت ځايونه او دينې مدرسې په نښه کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x