څیړنه: هره ورځ یوه مڼه، دوه ټماټر د سږي د سرطان څخه مخنیوی کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي ۱۳۹۶ل): په درې اروپایي هېوادونو (جرمني، ناروی، برطانیه) کې د یوې څیړنې له لارې په ډاګه شوې چې روزانه یوه مڼه او دوه ټماټر خوړلو سره د سږو سرطان او هغه ناروغیو چې د سګریټ څکولو له امله راپیدا کیږي مخنیوی کوي.

د جرمني، ناروی او برطانیه هېوادونو پر هغو کسانو چې سګریټ څکوي او یا د سږو سرطان لري څیړنه ترسره شوه او ثابته شوه چې ددوی لپاره ټماټر او مڼه ګټه ورکوي او د یادو ناروغیو مخنیوی کوي.

په دغه څیړنه کې ۶۸۶ کسانو تر لس کالو پورې وڅارل شول او له دوی څخه په مختلفو وختونو مختلفې پوښتنې وشوې او د څيړنې په جریان کې یې دوه ځله ټیسټ وشو، چې یو ټیسټ یې له تداوی نه وړاندې کړی و، تر څو د کس روغتیايي حالت معلوم کړي.

په دې څیړنه کې د منتخبو کسانو څخه د روزانه ټماټر او مڼې خوړلو غوښتنه شوې وه.

د راپور له مخې دغې څیړنې تر لسو کالو دوام وکړ، چې پای کې د ناروغانو څخه ټیسټ واخیستل شو، د کارپوهانو په وینا په پایله کې په ډاګه شوه هغه کسان چې روزانه یې ۲ ټماټر او یوه مڼه خوړلې وه د سږو سرطان او له سګریټ څخه رامنځته شوو ناروغیو مخنیوي کې ګټور ثابت شوي وو، او ددوی ناروغیو کې ډېره اندازه کموالی راغلی و.

د همدې راپور له مخې له بل پلوه هغه کسان چې روزانه یې ۲ ټماټر او یوه مڼه نه وه خوړلې د سږو او له سګریټ څخه په رامنځته شویو ناروغیو اخته شوي و.

د یادونې وړ ده چې د څیړونکو په وینا د هر کس لپاره او په ځانګړي ډول هغه کسان چې سګریټ څکوي او یا هم د سږو ناروغي لري باید د ټماټر (یا یې سلاد کې استعمال کړي، یا پخلي کې او یا همداسې) او مڼې خوراک ډېر کړي.

سرچینه: ډان نیوز

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د