ورزش

کرکیټ: افغانستان د آسیا پریمیر لیګ اتل شو

نن ټکی آسیا: د اسیا هیوادونو ترمنځ د آسیا کرکیټ کونسل د پریمیر لیګ په نامه سیالۍ افغانستان وګټل، او نن یې ددغه لوبو وروستۍ لوبه کې نیپال ته غټه ماتې ورکړه، او دغه لوبه یې په ۱۰۸ منډو سره وګټل.

 

په ننۍ پنځوس اوریزه فاینل لوبه کې افغانستان په خپل وار ۲۶۲ منډي جوړي کړې، چې په هغو کې د افغانستان له خوا عثمان غني ۵۱ او حشمت الله هم ۵۱ منډي جوړي کړې، نور علي زدران ۴۳، ناصر احمدزي ۲۰، سمیع الله شینوراي ۱۸ ، شفیق الله ۲۱ او کپتان محمد نبي په ۲۵ بالونو ۳۴ چټکي منډي جوړي کړې، او په دې توګه د افغانستان مجموعي سکور تر ۲۶۲ منډو ورسید.

په جواب کې نیپال په ۳۲ اورونو کې ۱۲۸ منډي جوړي کړې، او نهه تنه لوبغاړي يې وسوځېدل.

د افغانستان په بالرانو کې دولت زدران ډیر وځلید، چاچې په یوازي سر د مخالف لوري ۴ وکټه واخیستل، میرویس اشرف ۲، محمد نبي او امیر حمزه یو یو وکټ واخیست.

د لوبي غوره لوبغاړی هم دولت زدران ونومول شو، چاچي په خپل اوه اورونو کې ۴ وکټه واخیستل او یوازي ۲۶ منډي باندي جوړي شوې.

د افغانستان د کرکیټ بورډ مشر ډاکټر نور محمد مراد دا سیالي ګټل د افغانستان لپاره مهم بللي، او د افغانستان د کرکیټ ملي ټیم ته یې مبارکي ویلي، او همداسي دغه لاسته راوړونه یې د ټول افغانستان لپاره یو مهمه لاسته راوړونه بللې، او په رسنیو یې غږ کړی تر څو سبا د افغانستان د کرکیټ ټیم په استقبال کي ورسره شرکت وکړي.
باید وویل شې چي سبا به د افغانستان د کرکیټ ټیم لوبغاړي به د مالیزیا څخه خپل هیواد ته د کابل هوايي ډګر له لاري را ستانه شي.

عبد الله – کراچي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x