غواړئ د مبایل بیټرۍ مو ډیر وخت دوام وکړي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د سمارټ فون استعمالوونکو لپاره تر ټولو غټه ستونزه د روزمره مبایل چارجول وي، چې دا یو ستره ستونزه ده او له دې ستونزو سره بیا هم د سمارټ فون استعمالوونکي لپاره بیټرۍ زیات وخت دوامداره ساتل مهم او اړین دي.

د Battery Health 3 اپليکیشن چې د ماک Mac شرکت لخوا جوړ شوی او د آیفون، آیپاد او ماک د بیټرۍ چارج ختمولو لاملونه په نښه کوي، دغه اپلیکیشن د بیټرۍ ټوله محاسبه، لکه د بریښنا کچه، د بیټرۍ حالت، تودوخه او ظرفیت وړاندې کوي.

دا اپلیکیشن استعمالوونکي ته اجازه ورکوي چې خپل آیفون یا آیپاد بیټرۍ په تمامه توګه وڅاري، او دوی ته ددغه اپلیکیشن محاسبه «آیفون، آیپاد» کمزورۍ په نښه کوي چې ایا لامل یې بیټرۍ ده که کوم بل شی؟.

همدارنګه دا اپلیکیشن د بیټرۍ وخت زیاتولو ځانګړنه هم لري، چې تاسې ته هغه اپلیکیشنې په نښه کوي کوم چې ډېر چارج مصرفوي، او کاروونکي کولی شي له دې اپلیکیشن څخه د بیټرۍ د چارج کچې په اړه هر وخت معلومات ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې دغه اپلیکیشن وړیا نه دی، بلکې تر ۳ ورځو پوري يې ازمایښت وړیا دی خو وروسته ۱۲ ډالره غواړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د