نظــر

ګډ ځواکونه ولي دیني مدارس په نښه کوي؟!

احمد مختار

د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې یوځل بیا بهرنیو او داخلي ځواکونو د يادې ولسوالۍ مربوط د اورموز سیمې دینې مدرسه په نښه کړې او د هغې یوشمیر زده کوونکي یې وژلي دي .

د سیمې د عیني شاهدانو په حواله ګډو ځواکونو د دينې زده کړو معصوم زده کوونکي (طالبان) د مدرسې په انګړ کې په خورا وحشیانه ډول شهیدان کړي دي.

د دیني مدارسو او علماوو په خلاف دغه خونړۍ لړۍ څلور میاشتې وړاندې د ټرمپ د جنګي ستراتیژۍ تر اعلانیدو وروسته د امریکایانو او داخلي ځواکونو لخوا پیل شوه.

په تیر سپتمبر کې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په اوریا خېلو سیمه کې اربکي ملیشو د یوه برید په ترڅ کې د ښوونځي ښوونکی ( معلم جان محمد) شهید او د نوموړي دوه زامن یې ټپیان کړل. تر هغه وروسته د نومبر د میاشتې په ۲۲ د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ په عمر خيلو کلي کې بهرنيو او داخلي عسکرو پر يوې ديني مدرسې برید وکړ چې د مدرسې د یوه تن استاد په ګډون يې اته تنه معصوم حافظان شهیدان کړل.

د سیمي د عیني شاهدانو په خبره امریکايي یرغلګرو او د هغوی داخلي ملاتړو پريادي مدرسې د چاپې پرمهال لومړی د قران حافظان او نور طالبان په یوه ځای کې را غونډ او وروسته يې ورباندې پیرونه وکړل.

د همدې شهید کړل شویو حافظانو په جمله کې له ۱۲ کلونو نیولې تر ۱۵ کلونو پوري کم عمره ماشومان هم موجود ول.

د یادو مظلومو حافظانو د شهادت بوږنوونکې پیښه ډیره دردمنه او د سیمي ټول اوسیدونکې یې د اعتراض په ډول په غبرګون کې راووتل ، خو د ولایت په مرکز کې د ګډ حکومت والي او همداراز په کابل کې دولتي چارواکو ورباندې هیڅ غبرګون نه وښود، غبرګون څه چې د دې غمیزې په تعقیب یې د ډسمبر په ۱۱مه د خوست ولایت مندوزیو ولسوالۍ په دورزي سیمه کې پر یوې بلې دیني مدرسې برید وکړ چې په ترڅ کې یې د یادې مدرسې ۲۶ تنه دیني زده کوونکي بندیان او د مدرسې ټوله ممتلکات غلا کړل.

بهرنیو ځواکونو او د هغوي ملاتړو پر دیني مدارسو باندې د بریدونو ترڅنګ په کلیوالو سیمو کې دیني عالمان او د مدارسو ښوونکي هم په نښه کړي چې د بیلګې په ډول یې د نومبر د میاشتې په ۲۸ د پکتيا ولايت په احمد اباد ولسوالۍ کې د سیمې یومخور شخصیت او د دیني علومو استاد مولوي حمد لله یادوو چې د تدریس او ښوونې په جرم د اربکي ملیشو لخوا شهید کړای شو.

د امریکايي اشغالګرو او دولتي سرتیرو د دې ظالمانه کړنو په وروستې پیښه کې د زابل ولایت یوتن دینی عالم مولوی منګل چې د یاد ولایت د سیوری ولسوالۍ اوسیدونکی و هم د دولتي سرتیرو لخوا په نښه او شهید کړای شو.

په زابل ولایت کې د ګډ حکومت ادارې د نوموړي عالم د په نښه کولو لپاره د ځانګړی استخباراتي ټیم په ټاکلو سره نوموړی د قران کریم د تفسیر د دورې په مهال تر څار لاندې نیولی و.

د زابل ولایت د ملي امنیت استخباراتي ټیم پر نوموړي شهید باندې د قرآن کریم له تفسیر او ترجمې پرته بل هيڅ کوم جرم او الزام نه درلود او فقط د همدې جرم (تفسیر او ترجمې) په تور یې له مسجد څخه کورته په لاره په ډزو سره وواژه.

د شهید مولوي منګل تر وژلو وړاندې یې د عین جرم په تور یو بل دیني عالم مولوي نعمت الله هم د مرکز قلات اړوند د خوړي اندړو په کلي کې په شهادت ورساوه.

پوښتنه داده چې بهرني اشغلګر او د هغوي داخلي ملاتړي ولي د هیواد دیني مراکز، مساجد او مدارس او د هغوي امامان په نښه او له منځه وړي.

ځواب واضح دی او هغه دا چې امریکایان پوهیږي چې د دوي د اشغال په مقابل کې همدا دیني مراکز او د هغوي ویښ عالمان او دیني ښوونکي دي چې د خپل شرعي مسؤلیت له مخې ملت تحریکوي او د صلیبي اشغالګرو په مقابل کې د مقاومت روحیه ورکوي.

تر امریکايي اشغالګرو وړاندې شوروي اشغالګرو هم د خپل اشغال په مهال لومړۍ حمله پر دیني مدارسو، مساجدو او دیني عالمانو باندې وکړه چې له امله یې په لسګونوزره دیني عالمان لومړی بندیان او بیا په څرخي پله او پلیګون کې په شهادت ورسول.

خو د هغوی شهادت نه دا چې د شورویانو په مقابل کې د افغان ولس د جهادي مقاومت د کمزوري کیدو لامل شو؛ بلکې د مظلومو وینو څپه یې دومره طوفاني شوه چې بالآخره یې ټوله سره امپراتورې د هغې له وحشت او هشت سره رانسکوره او خپل تل ته ډوبه کړه.

اوسني یرغلګر هم که هرڅومره د هغوی د یرغل په مقابل کې د اوسني مقاومت محرکین اسلامي علماء شهیدان او د هغوي دیني مراکز په نښه کړي یو وخت به خامخ ان شاء الله د دغو مظلومو شهیدانو د معصومو وینو په توفان کې له هغه برخلیک سره مخ کیږي له کوم سره چې تر دوي وړاندې شوروي اشغالګر مخ شوي ول.

د هماغې ورځې د ژر رارسیدو په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

الله د ظالمان تباه کړي، د عالمانو د الله مل شي او الله د عالمانو ته په هروخت کي د حق ویلو او رسولو توفیق ورکړي، عالمان د الله دوستان دي، څوک چي دښمني ورسره کوي لوی خدای به یې نیست و نابود کړي.

شفق

یوه ستره علمي هستي . د شیهید شیخ الحدیث مولوي صاحب دي خدای شهادت قبول کړي ، نوموړی یواځې د غزني په سطحه نه ؛ بلکې د هیواد په کچه یوه ستره علمي هستي او د دیني علومو متبحر عالم و ، خو د امریکايي حکومت بیسواده او غلو ملیشو په دې خاطر شهید کړ چې له جیبه یې څو پیسې غلا کړي. په انځور کې لیدل کیږي چې د ټولنې خدمتګار !!! یې سرته ناست او له جیبونو څخه یې د پیسو تر لاسه کولو تلاشي اخلي.. خو د ده له بده مرغه چې د شیخ صاحب مرحوم له… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x