fbpx
karzai in badakhshan 512x288 reuters

کرزی: د ارګو ځپل شويو ته ښارګوټی جوړوو

نن ټکی اسيا: ولسمشر حامد کرزی بدخشان ولايت ارګو ولسوالۍ کې د ځمکې ښويدو له امله د ځپل شويو کورنيو سره د ليدلو لپاره نوموړې سيمې ته رسيدلی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې ولسمشر د ارګو ولسوالۍ اب باريک سيمه کې د ځمکې ښويدو له امله د زيانمن شويو کورنيو سره خپله همدردي وښوده.
د ارګ چارواکي وايي، چې ولسمشر کرزي د ارګو ځپل شويو کورنيو ته ډاډ ورکړ، چې دوی سره به هر رنګه مرستې کيږي او حکومت به دغو کورنيو ته نوی ښار ګوټی هم جوړوي.
د بدخشان ولايت چارواکي وايي، چې تر اوسه د شپاړسو کسانو مړي راويستل شوي او نژدې درې سوه کسان اوس هم تر خاورو لاندې دي.
د بدخشان مرستيال والي ګل محمد بيدار وايي، چې يو شمېر کسان له نورو سيمو راغلي او غوښتل يې، چې د ځپل شويو کورنيو له مرسته ځان لپاره څه بود کړي، ولې امنيتي چارواکو ياد کسان په نښه کړل او سيمې يې وشړل.
له دې مخکې د ولسمشر د دوو مرستيالانو په ګډون يو شمېر چارواکو له ځپل شوې سيمې څخه ليدنه کړې، خو يو شمېر وکيلانو او د مدني ټولنو فعالان پر حکومت تور لګوي، چې د ارګو ولسوالۍ له ځپل شويو سره پر وخت مرستې نه دي کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د