
غزل / عاکف مهاجر
عاکف مهاجر
بیا به ابابیل د ابرهه فیلان په نښه کړي
بیا که ابرهه یې ورانیدو ته ملا تړلې وي
دا خاوره به ساتي ذو رُغاله خواري مه کوه
څومره که دې ورا د ابرهه وو پنډې کړې وي
زما د لمن اور به خدای کراره کړي
تا که یې اورونو ته خځلې ښې راوړې وي
بیا به مې بریا تاریخ په نوم لیکي
خیر که فرګنې دې د عسکرو رابللې وي
زه د ازادۍ مارغه به بند په لومه نشمه
څومره که دامونه وي او لومې دې پاشلې وي
بیا به وا عاکفه د شمشاد او د پامیر له غیږ
ډول د ازادۍ وي ترنم به وي سندرې وي