fbpx
سپینه ماڼۍ

مسیر: پر پاکستان فشار د افغان سولې لپاره نه دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د امریکا او پاکستان تر منځ ناندرۍ وروسته له هغه اوږدې شوې، چې امریکا د خپلو په مرسته بدل کې پاکستان یوازې په دروغ ویلو تورن کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت يې په غبرګون کې وویل، دوی خیرات نه دی اخیستی، امریکا هم خپلې ګټې تر لاسه کړي دي.

تېره ورځ امریکا پر پاکستان د پوځي مرستو د ځنډ خبر ورکړ او زیاته يې کړه چې که د «تروریستانو» پر ضد جدي اقدام ونه کړي، دغه مرستې به ورنه کړي.

فرانس پریس اژانس د یو امریکايي چارواکي له خولې د دې مرستو اندازه شاوخوا دوه میلیارده ډالره ښوودلې ده.

که څه هم ارګ پر پاکستان د امریکا د فشار هرکلی کړی دی، خو مسیر ورځپاڼه کاږي، په دې کشمکش کې زموږ لپاره د ارامۍ څرک نه ښکاري.

دغې خپلواکې ورځپاڼې د تازه ګڼې په یوه مطلب کې کښلي، «د امریکا او پاکستان اصلي لانجه بل ځای ده او د افغانستان سوله او ثبات یوازې په خبرو کې یادیږي.»

د ورځپاڼې په باور د امریکا د ملي امنیت د نوې تګلارې له مخې پاکستان نور د دوی لپاره پخوانی رول نه شي لوبولی، په مقابل کې يې د د هند رول په ډېرېدو ښکاري.

مسیر پر دې باور دی چې امریکا د روسيې او چين د مهارولو لپاره باید له هند سره اړیکه ټینګه کړي، ځکه چې پاکستان له چین سره د اړیکو له امله د امریکا پر وړاندې پخوانی ارزښت نه لري.

« د امریکا د ملي امنیت په نوې تګلارې کې روسیه او چین د امریکا د سترو سیالانو په توګه یاد شوي دي چې امریکا یې خپل واک او ځواک ته خطر ګڼي. د دغه ګواښ د مهار کولو لپاره امریکا د نورو کړنو تر څنګ پر هند هم تکیه کوي. په ځانګړي ډول هند د چین د مهارولو لپاره ډېر کارنده رول لوبولی شي. له همدې امله امریکا له هند سره اړیکې پراخوي.»

ورځپاڼه وړاندې زیاتوي، چې د امریکا لپاره افغان سوله کومه مانا نه لري، خو له دې اندېښمنه ده، چې د جګړې په اوږدو کې مخالفین کولی شي له روسيې او ایران سره اړیکي وساتي.

« امریکا اندېښمنه ده چې په افغانستان کې یوه برخه وسله وال له روسیې او ایران سره اړیکې پیدا کوي او دا هغه څه دي چې په افغانستان کې امریکا ته رېښتینی ګواښ پیدا کولی شي. تر دې ور هاخوا په افغانستان کې امن او ثبات نه د امریکا غوښتنه ده او نه هم د دې لپاره پر پاکستان فشار راوړي.»

تېره ورځ ارګ پر پاکستان د امریکا د فشار هرکلی کړی و او تمه يې ښوودلې وه، چې ښې پایلې به ولري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د