fbpx
G4S

په پاکستان کې د G4S امنیتي شرکت جاسوسي فعالیت په اړه ځانګړی راپور

نن ټکی آسیا: د پاکستان څخه خپریدونکې امت اخبار په نامه ورځپاڼي په یوه ځانګړې راپور کې راغلي چې اوس هم په پاکستان کې بهرني امنیتي شرکتونه په یو لړ غیر قانوني او استخباراتي چارو کې فعال رول لري، چې د هغو څخه یې د برتانوي شخصي امنیتي شرکت G4S ذکر کړی، کوم شرکت چې په اوس وخت کې په پاکستان کې تر لس زره زیات کار کونکي لري، او د پاکستان په مختلفو مهمو دفترونو، بینکونو، مارکیټونو او شخصي شرکتونو کې د امنیت چاري پر مخ بیايي.

راپور کې راغلي چې د کراچي بدنامه ترهګر ګروپ متحده قومي مومنټ څوک چې په کراچي باندي په زور واکمن دي، او د الطاف حسین په مشري سیاسي تنظیم هم لري، هم په دغه شرکت کې خپل زیات شمېر قاتلین او زاړه مجرمان شامل کړي، تر څو هم د پاکستان د قانون له نظره بچ شوی وي، او هم یې خپلو نورو مجرمانه فعالیت کې خلل نه وي راغلی.

باید وویل شي چې د G4S امنیتي خصوصي شرکت په نړیواله سطحه زیات شمیر کارکونکې لري، او د امت ورځپاڼي د راپور سره سم دې شرکت باندي الزام لګول کیږي چې د امریکا، هندوستان، او اسرائيل د استخباراتي ادارو سره ژوره همکاري لري، او هغوی ته د خپل مقامي کارکونکو په واسطه په پراخه کچه استخباراتي معلومات را ټولوي.

د راپور سره سم د G4S شرکت په مقبوضه فلسطین کې د هغو بندې خانو ساتنه هم کوي، په کوم کې چې یرغلګر یهودان د فلسطین ازادي غوښتونکي مجاهدین، ماشومان او ښځي بندیانوي، او پر هغوی باندي هر قسم ظلمونه او عذابونه تیروي.

د یادوني وړ ده چې په پاکستان کې د اسلامي تنظیمونو مشران، د مدارسو علماء، د مختلفو مذاهبو تر منځ جګړې، په عام ځایونو او مساجدو کې چاودني او د مختلفو جهادي تنظیمونو په بدنامولو او د هغوی دمشرانو په استهداف کې ددغه شرکتونو رول مهم بلل کیږي.

باید وویل شي چې نن ورځ هم په کراچې کې د امریکايي امنیتي او استخباراتي شبکې ایف بي آی FBI یو کارکونکی د وسلې سره په هوايي ډګر کې ونیول شو.

عبد الله – کراچي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د