fbpx

سوریه کې تر ۲۰۰۰ ډېر افغانان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): سوریه کې د جنګېدونکو افغانانو د وژل شويو تعداد تر ۲۰۰۰ تنو اوښتی او زرګونه نور ټپیان دي.

ازادي راډيو د ایراني رسنیو په حواله ویلي، چې دغه جنګيالي د «فاطمیون» لوا تر چتر لاندې په سوریه کې په جګړه بوخت و.

سرچینه د ایرانۍ ورځپاڼې شرق په حواله وايي، چې «فاطمیون» لوا په عراق او سوریه کې له جنګېدونکو افغان شعیه ګانو نه جوړه ده.

د همدې لوا د کلتوري برخې مسوول زهیر مجاهد شرق ورځپاڼې ته ويلي، چې یاده لوا له پنځو کلونو راهیسې سوریه کې جګړه پر مخ وړي.

مجاهد وايي تر اوسه ۲۰۰۰ تنه وژل شوي او ۸۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.Suria-hazara

څه موده وړاندې د اجراییه ریاست مرستیال محمد محقق هم د دې جنګيالیو ستاینه کړې وه او په ایران کې يې یوې غونډې ته په خبرو کې هغوی د مقدساتو د دفاع په لار کې ولاړ کسان بللي و.

پر دې سربېره افغان چارواکي په سوریه کې د افغانانو له وژل کېدو نا خبري ښيي او وايي په اړه يې معلومات له رسنیو واورېدل.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال صبغت الله احمدي وايي دوی هڅه کوي چې موضوع له ایراني چارواکو او «UNHCR» سره هم شریکه کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د