عطامحمد نور: ارګ د فساد لومړۍ سرچينه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): عطامحمد نور وايي، په ټول هېواد کې د فساد ستره او لومړنۍ سرچینه ارګ دی.

نور چې په بلخ کې له ځينو قومي مخورو سره خبرې کولې، وویل هیڅ وزارت تر هغو کوم قرارداد نه شي کولی، تر څو يې د ارګ برخه ورکړې نه وي.

هغه چې ارګ يې له واکه لرې شوی بولي، پخپلو خبرو کې د ارګ په څنګ کې د ملي تدارکاتو کمیسیون هم په فساد کې شریک وباله.

نور وايي د اسنادو او کره شواهدو پر بنیاد دا ډول څرګندونې کوي او د ارګ د مفسد وضعیت لپاره ګڼ اسناد په لاس کې لري.

عطامحمد نور ويلي، ډېری لوی شرکتونه د ارګ په «تورلیست» کې غورځول شوي، چې هيڅ پانګونه نه شي کولی، یوازې هغه شرکتونه پانګونه کولی شي چې ارګ ته پکې پر غوښنه برخه ورکولو راضي وي.

نږدې درې میاشتې وړاندې ولسي جرګې هم، ګلخانه او سپېدار ماڼۍ د ارګ بنسټونه وبلل.

پر دې سربېره د فصاد پر ضد د مبارزې عالي اداره وايي، دوی د ارګ د فساد په اړه شواهد په لاس کې نه لري.

د دې ادارې رییس حسین فخري دعوه کړې، چې که يې په اړه اسناد تر لاسه کړي، دوی به يې د څېړنې لپاره زړه وکړي.

د بلخ د چوکۍ پر سر ناندرۍ د عطامحمد نور او ارګ تر منځ څلورمې اوونۍ ته وغځېدې.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mha
میلمه
mha

ARG is controlling, How did he get two Milliard dollars????

اجمل
میلمه
اجمل

د کابل غلامه اداره کی له کرزی او غنی نیولی تر منځپوړو جارواکو او حتی ځینی کوژپوړی چارواکو پوری چه د شوکو او ګټو ځآی کی دنده لری تر لاسه کوی د ګمرک یو مامور زما په خیال تر والیانو او وکیلانو ډیر څه تر لاسه کوی مګر د هغه په ډیر څه تر لاسه کولو کی بیا والیان او وزیران سهیم دی . ګرانه ستاسی ځینی تبصری زه څه ناڅه تاییدوم مګر له ځینو داسی معلومیږی چه تاسی افغانستان په پشتون او غیر پشتون ویشلی که پښتانه خیانت کوی خیر او که غیر پښتانه خیانت کوی بد کار کوی… نور لوستل »