
هلمند: لښکرګاه کې ۴۰ جریبه ځنګل اور اخیستی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د هلمند لښکرګاه ته څېرمه شاوخوا ۴۰ جریبه ځنګل اور اخیستی دی، چې ډېره برخه يې سوځېدلې ده.
د هلمند د کرنې چارواکي وايي، ځنګل کې تېره شپه اور ولګید، که څه هم د اور وژنې ټيم ژر ور رسېدلی خو بیا يې هم د ځنګل د ډېرې برخې سوځېدو مخه نه ده نیولې.
د هلمند د کرنې رییس احمد شاه خیري وايي تر اوسه د اور لګېدو علت نه دی معلوم.
هغه له ازادي راډيو سره خبرو کې وویل، تر اوسه نه ده څرګنده، چې ځنګ د مرمۍ د لګېدو له امله اور اخیستی او که کوم پوډري ور ور اچولی دی.
د خیري په خبره د اور وژنې ټيم تېره نیمه شپه ځنګل ته ورسید، خو د اور د شدت او اوبو د کمښت له امله اور ژبغړاند شو.
عیني شاهدان وايي چې نږدې تر نیم ساعت وړاندې لا هم له ځنګل نه ځای ځای لوګی پورته کېده.
وړاندې تر دې دا ځای د جګړې د دواړو لوریو لپاره یو خوندي پټنځای بلل کېده.