
سخت دريځ زړه – نظام کندهاری
زړه مي طالب ستا د مژګانو په محبس کي پروت دی
د فکر باز مي ستا د زلفو په قفس کي پروت دی
د سخت دريځ زړه و لاسو ته مي اولچک اچوي
دومره قوة دي د آبرو تر منځ مګس کي پروت دی
وهې چاپې د کرشمو زما د زړه پر کلي
تن مي شهيد په وينو سور آخير نفس کي پروت دی
دا په سينه کي دي زړګی که اربکی دی آشنا
چي د عاشق د قتلولو په هوس کي پروت دی
ستا د غمونو زغروالي شوبلي ډېري راشي
ورته پر لار مي ماين د صبر په هر خس کي پروت دی
دا سپی رقيب او غماز دواړه په سوځلای شمه
سوز او ګداز مي د زخمي کوګل ققنس کي پروت دی
د زړه په وينه به اودس ګله ثواب نلري
که نه پرهر خو مي د زړه اوس لس په لس کي پروت دی
کړې مي تيار استشهادي بريد ته پر کور د رقيب
څومره تاثير دي اې نظامه په مجلس کي پروت دی
–
نظام کندهاری