تصویر؛ له ارشیفه، بغلان کې طالبانو ته تسلیم شوي عسکر

طالبانو ۱۶ زنداني عسکر خوشي کړي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): طالبانو په پکتیا ولایت کې د جګړې پر مهال نیولي عسکر خوشي کړي دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپره کړې خبرپاڼه کې، د خوشي کړل شویو عسکرو شمېر ۱۶ تنه ښوودلی، چې نږدې ټول يې د جاني خېلو په جګړه کې نیول شوي دي.

مجاهد زیاتوي چې د نیول شویو عسکرو له جملې يې دوه تنه څو ورځې وړاندې او ۱۴ نور پرون خوشي کړي دي.

د پکتیا ولایتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو طالب ویاند د زنداني عسکرو د خوشي کېدو علت انساني خواخوږي یادوي.

مجاهد په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي: « نیول شوي عسکر د سیمیزو مشرانو په وساطت، کلکو ضمانتونو ورکولو او له ولس سره د اسلامي امارت لخوا له عاطفې څخه ډک چلند په اساس خوشي شول او عادي ژوند ته د ورګرځيدو په منظور خپلو کورنیو ته واستول شول.»

په روان لمریز کال کې د پکتیا جاني خېلو ولسوالي د سختو جګړو شاهده وه.

مجاهد دولتي اړخ ملامت کړی، چې له طالب زندانيانو سره د بشري حقونو خلاف کړنې ترسره کېږي، خو دوی خوشي کړي هر عسکر ته یوه جوړه جامې او پنځه زره افغانۍ د لارې کرایه هم ورکړې ده.

تر دې وړاندې هم طالبانو په هلمند، بغلان او وړم کال د کندوز په جګړو کې ګڼ نیول شوي عسکر بېرته خوشي کړل، چې ولس کې يې دروند هرکلی وشو.

په ورته وخت کې په منځني ختيځ کې لوړپوړي پوځي قومندان جوزیف ووټل پر افغان عسکرو غږ کړی، چې د ژمي په رارسېدو د طالبانو پر وړاندې عملیات نور هم سخت کړي او د راتلونکې پسرلنۍ جګړې ابتکار په لاس کې واخلي.

طالب ویاند بیا د عسکرو د خوشي کېدو اړوند دا هم ویلي، چې دوی دا ثابتوي«چې که يې د دښمن په مقابل کې پريګنده کوزار او له پښو غورځول زده دي، همدا ډول د عفوې او عاطفې صفت هم ځانه سره لري او نه غواړي چې هغه افغانان چې واقعیت درک کړي، د کفارو له ملاتړ څخه پيښمانه شي او دا ډاډ رامنځته شي چې بیرته د دښمن لیکو ته نه ورځي، وځوروي، یا يې له خپلو کورنیو څخه جلا د بندیانو په ډول وساتي.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د