
شعـــــرونه
غزل / سعادت کلیوال
ســــعادت کلــيوال
د ژوندانه په سخته لار چه کړیدلی یـــمه
سـتا د يادونــو کاروان ډیـر ډیـر زورولی یـــمه
غېـږ کې دې پـروت یــم خو د خپل زړګي درزا اورمه
د بیلتانه له اوازونو ویــریدلـی يـمــه
د تورو سترګو په مورچــل کې دې پناه اخلمه
زه د غمــونو له دنیا راتښتیدلی یــمـه
له مودې ورکې خوشحالۍ ته به مې چیرته ګورې
د حسرتونــو تر جهانه رسیدلی یــمــه
له تا ګیله نشته جانانه تا هیڅ ندي کړي
د خپلې خُلې په اسويــلیو سوځیدلی یــمه
له مانه لرې سعــادته تاته څه پتــه ده
زه دې تصویـر ته بیګــاه څومره ژړیــدلی یـمه