افغانستان

تخار: د پوليسو د خوراکي موادو د رسولو قراردادي تښتېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د تخار امنيتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې پوليسو ته ترکاري او مېوه نه ده ورکړل شوې.

د تخار د امنيې قومندانۍ وياند خليل اسير رسنيو ته ويلي، د ترکارۍ سربېره له تېرو څو ورځو راهيسې په پوليسو باندې وچه ډوډۍ او غوښه هم بنده شوې ده.

د تخار د والي مرستيال او د پوليسو د اعاشې د څار کمېټې مسوول فريد ذکي وايي، چې د تدارکاتو کمېټې او قراردادي شرکت تر منځ د پوليسو د اعاشې رسولو قرارداد لاسليک شوی دی.

خو د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير بيا وايي، د دغې ولايت د پوليسو د ميوو او ترکاريو قراردادي تښتېدلی دی.

د مرستيال والي په وينا، ياده ستونزه يې له مرکزي حکومت سره شريکه کړې خو تر دې دمه يې په اړه اقدامات نه دي شوي.

له بله پلوه د تخار ولايتي شورا په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې پوليسو ته درېيمه درجه خوراکي توکي ورکول کېږي او غوښتنه يې کړې چې بايد د دغه ولايت پوليسو ته د لومړۍ درجه خوراکي مواد ورکول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د بلخ پخواني والي عطامحمد نور يوې غونډې ته د وينا پر مهال، د ولسمشرۍ ماڼۍ سربيره د ملي تدارکاتو کمېسيون په اداري فساد کې ښکېل وبلل او زياته يې کړه چې د امنيتي ځواکونو په قراردادونو کې د ميليونونو ډالرو په ارزښت اختلاس او فساد شوی په خبره يې چې ولسمشرۍ ماڼۍ يواځې له هغو شرکتونو سره قراردادونه کوي چې د ارګ چارواکو ته پکې پوره ونډه ورکړل شي.

دا لومړی ځل نه دی، چې پوليسو او امنیتي ځواکونو ته د خوراکې موادو د نه رسېدګۍ راپورونه ورکول کې، بلکې تر دې مخکې د نورستان، فارياب، روزګان او يو شمېر نورو ولايتونو پوليسو د خوراکي موادو د نه شتون له امله شکايتونه کړي او ويلي يې دي چې د دوی په نوم راغلي امتيازات د چارواکو شخصي جيبونو ته لوېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x