په ښوونځيو کې د اساسي قانون د تدریس لپاره هڅه کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): پر اساسي قانون د څار کمېټې غړي وايي، دوی هڅه کوي چې له پوهنې وزارت سره له جوړجاړي وروسته اساسي قانون ښوونځيو کې تدریس شي.

د دې کمېټې غړي عبدالروف هروي، نن په کابل کې د اساسي قانون د تصویب په نمانځغونډه کې چې د پوهنې وزارت له لوري جوړه شوې وه، پورته څرګندونې وکړې.

د هغه په خبره اساسي قانون یوه «ملي وثیقه» ده، چې په اړه يې عامه پوهاوی لا هم ډېر کم دی.

عبدالروف هروي، په داسې حال کې پورته څرګندونې کوي، چې تېره پنجشنبه، د دې کمېټې بل غړي اوسنی اساسي قانون «پوره تحریف شوی» وګاڼه.

ابوبکر متقي تېره پنجشنبه خبري ناستې ته وویل، د اساسي قانون هغه نسخه چې د بن له کنفرانس وروسته تصویب شوي، له اوسني اساسي قانون سره ډېر ټکر لري.

د هغه په خبره په اوسني اساسي قانون کې ګڼ اصطلاحات او مفاهیم اوښتي دي، چې د اساسي قانون په اصلي نسخه کې نه لیدل کېږي.

د پوهنې وزارت چارواکو د هروی د څرګندونو په اړه څه ونه ویل، خو د دې وزارت سرپرست ابراهیم شینواري وویل، د دوی وزارت هڅه کوي په ټولو برخو کې د اساسي قانون مطابق ګامونه پورته کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د