mahiaan 1

سريلانکا کې د ماهیانو باران

د سريلانکا په یوه کلي کې د ماهیانو باران شوی، ددغه کلي خلک له یوې خوا حیران او بلې خوا دغه باران ته ډیر خوښ دي.

ویل کیږي چې دغه کلي ته نیږدي سیند څخه تیزو بادونو ماهیان پورته کړي او په دغه کلي يې ورولي دي.

کلیوال وایي چې ماهیان ددوشنبې په ورځ په دوی وریدلي او په دغو ماهیانو کې د ځينو اندازه  تر ۵ انچونو پورې ده او ژوندي دي.

د یوې سروی مطابق په دغه کلي وریدلي ماهیانو ټول وزن تقریبا ۵۰ کلوګرامه دی. کلیوالو ماهیان کې راجمع کړل او بیا يې پاخه کړل او په شریکه ټولو وخوړل.

دا لومړی وار نه دی چې په سریلانکا کې دا ډول پېښې رامنځته کیږي تر دې دمخه ددغه هېواد په جنوب کې ماهیان وریدلي وو.

سائنس پوهان وايي چې دغه پېښې هغه مهال رامنځته کیږي چې بړبوړکۍ د اوبو له منځه پورته شي او ماهیان هم له ځانه سره پورته کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د