بیګ بیش لیګ: راشد خان د دوهم ځل لپاره د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د استرالیا په بیګ بیش لیګ کې راشد خان په ۵ لوبو کې د دوهم ځل لپاره د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

نن د یکشنبې په ورځ د راشد خان لوبډلې د سیډني لوبډلې په وړاندې پچه وګټله او لومړی یې بیټنګ وکړ، دوی مخالف لوبډلې ته ۱۵۹ منډې هدف وټاکه چې په ځواب کې سیډني لوبډلې په ۲۰ اورونو کې ۱۳۳ منډې جوړې کړې، چې د راشد خان لوبډلې د ۲۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

راشد خان په توپ وهنه کې ښه وځلید، نوموړي توپ وهنه کې د پای ۷ توپونو څخه ۶ ولوبول، چې د ۲ اسمان څکو شپږیزو په مرسته یې ۱۶ مهمې منډې جوړې کړې، او مخالف لوبډلې ته یې هدف نور هم سخت کړ.

نوموړی چې له پېله په بیګ بیش لیګ کې ښه لوبه ترسره کوي او د لوبډلې په بریا کې تر دې دمه مهم رول لوبوي، په تېرو ۵ لوبو کې ۱۰ ویکټې ترلاسه کړي، چې له دې څخه یې ۲ ځل د لوبې غوره لوبغاړی هم نومول شوی دی.

راشد خان په یاد لیګ کې دوهم لوبغاړی دی چې دوه ځل یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړې ده.

راشد خان په ننۍ لوبه کې ۴ اورونه ترسره کړه چې ۲۱ منډې یې ورکړې، ۲ مهم لوبغاړي یې وسوځول، او د لوبډلې بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

نوموړي په ټولو ۵ لوبو کې ۲۰ اورونه ترسره کړي چې ۵۰ سلنه توپونه یې میس شوي او په ډېر کم اوسط یې ۱۰ لوبغاړي سوځولي دي.

د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ محمد نبي هم د خپلې لوبډلې په بریا کې مهم رول لوبولی و او خپله لومړی پنځوسیزه یې ترسره کړې وه، چې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړې وه.