ورزش

کرېکټ: د زمبابوې په وړاندې ملي لوبډله اعلان شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمیټۍ د زمبابوې په وړاندې د ټاکل شویو پنځه یو ورځنیو او دوه شل اوریزو لوبو لپاره د افغانستان ۱۵ کسیزه ملي لوبډله اعلان کړه.

په دې سیالیو کې له ډیرې مودې راهیسې د افغان ملي لوبډلې څخه لرې شوي ځینې لوبغاړي لکه شهزاد محمدي، سمیع الله شینواری، کریم صادق، حمید حسن او افتاب عالم بیا راستانه شول او لوبډله کې یې ځای وموند.

د یو ورځنۍ سیالیو لوبغاړو نوملړ په لاندې ډول دی:

محمد شهزاد «کیپر»، جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتي، اصغر ستانکزی «لوبډلمشر»، نجیب الله ځدراڼ، سمیع الله شینواری، ناصر جمال، محمد نبي، ګلبدین نائب، راشد ارمان، شرف الدین اشرف، مجیب ځدراڼ، دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ.

په ساتل شوو لوبغاو کې کریم جنت، سید احمد شیرزاد، افسر ځاځی او نور علي ځدراڼ شامل دي.

همدارنګه د دوو شل اوریزو سیالیو لوبډله په لاندې ډول ده:

شهزاد محمدي «کیپر» عثمان غني، کریم صادق، اصغر ستانکزی «لوبډلمشر»، محمد نبي، نجیب ځدراڼ، شفیق الله شفق، سمیع الله شینواری، ګلبدین نائب، راشد خان، مجیب ځدراڼ، شرف الدین اشرف، حمید حسن او افتاب عالم شامل دي.

د افغان ملي لوبډله په شارجه کې د افغانستان په کوربه توب د زمبابوې له ملي لوبډلې سره ۵ یو ورځنۍ او ۲ شل اوریزو سیالۍ لري، چې د فرورۍ میاشتې په ۵مه نېټه پیلیږي او تر ۱۹مې نېټې پورې به دوام ومومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x