شعـــــرونه

د بدخشان انځور ته — مشفق حريتمل


چې ګورم په فيسبوک کې دغمونو انځورنه
د زړه د بدخشان د افتونو انځورنه

يو خوا ته دبې وزلو د ويرونو انځورنه
بل خواته د چارواکو د ايکټونو انځورنه

دا خولې مو له هوسه ولې غوږ ته رسېدلي؟
دي دلته خو دغم او فريادونو انځورونه

دروغجنې رسنۍ به يې کيپشن کې داسې کاږي
چې دا يې دي دمرستو کومکونو انځورونه

ورځپاڼو او ويبپاڼو ښه په شوق دي خپاره کړي
ددوی دنمايش او هوسونو انځورونه

هميش مونږ جنازې پالو هميش ډولۍ په وينو
اخ نشته د خوښۍ د محفلونو انځورونه

مشفقه بيا څو ورځې له خپل ځان سره غمجن يم
ليدی د ولس نشم دغمونو انځورونو

مشفق حريتمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x