حکومت باید د طالب بندیانو د خلاصون په اړه بالمثله اقدام وکړي

تصویر؛ طالبانو د خلکو ستونزې اوري

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله : د خبري رسنیو د خبر له مخې طالبانو نن په پکتیا ولایت کې ۱۶ تنه دولتي بندیان له بنده خوشي کړي دي.

دغه جنګي بندیان چې شمیر یې ۱۶ تنه دی د هغو دولتي سرتیرو له جملې څخه دي چې د روان هجري شمسي کال په اوږدو کې طالبانو د پکتیا ولایت د جانې خیلو ولسوالۍ د نیولو په مهال نیولي وو.

په هغې اعلامیې کې چې په دې اړه د طالبانو لخوا رسنیو ته لیږل شوي طالب ویاند ذبیح الله (مجاهد) ویلي چې نیول شوي دولتي سرتیري یې د سیمیزو مشرانو په منځګړیتوب او تضمین سره د یوې خیرِغوښتونکې هڅې په توګه خوشي کړي چې پر خوشي کولو سربیره یې هغوی ته تر خپلو کورونو پوري رسیدو لپاره کرایه او نور امتیازات هم ورکړي دي.

په داسې حال کې چې امریکایانو او د هغوی تحت الحمایه حکومت په افغانستان کې د تحمیلې جګړې د ګرمولو او غزولو لپاره خپل ټول جنګي اقدامات په کار اچولي او د طالبانو خلاف یې هوايي او ځمکنیو بریدونوته زور ورکړی ، د طلبانو لخوا د یادو دولتي سرتیرو پریښودل له شکه پرته چې یو ډیر د تقدیر او ستاینې وړ اقدام دی.

کاشکي ګډ حکومت هم په خپلو محبسونو کې د طالب په تور نیول شویو هغو بندیانو په اړه چې خپله د دولتي چارواکو په اعتراف له کلونو راهیسي په نامعلوم برخلیک کې په بګرام ، څرخي پله او نورو دولتي زندانونو کې پراته دي بالمثله اقدام کړی وای او هغوی یې له اسارته خوشي کړي وای.

ځکه د سولې په لاره کې یو دغه ډول عملي اقدام تر سلګونو هغو تشریفاتي او نمایشي غونډو چې د سولې په نوم د ګډ حکومت لخوا د هیواد په داخل او خارج کې جوړیږي موثریت لري.

جنګي بندیان سره له دې چې د جګړې د ښکیلو لوریو ترمنځ تر ټولو بیوسه او ناتوانه خلګ دي مګر له هغوی سره یو دغه ډول انساني او عاطفي برخورد مستقیما د جګړې په سوکه کولو مثبت اثر لري.

که چیري ګډ حکومت واقعا هم په افغانستان کې د سولې تحقق ته په عملي لحاظ ژمن وي ، باید تر هرڅه وړاندې د طالب بندیانو په پریښودلو کې د طالبانو په پله پل کیږدي.