غزل / جواد مل

شهادت مي

ما چي له قرآنه سه قربان د بدن ویني کړې
خدای راباندې مستي د جنت حوري میني کړې

ما پسې زما پہ غم غمجنو ګورئ مه ژاړئ
اوس راتہ پہ برخه اللہ ټولي هوسایني کړې

شکر خدایہ شکر چي بستر باندي مړ نہ سومه
څنګه دي قبول کړم وه دي دومره پېرزویني کړې

ځمه و خپل یار تہ ھم تحفہ د تن د وینو وړم
را کہ يي پہ تنده كي خوږې اوبه کوثریني کړې

پام خلګو! دنیا بیخي مکاره ده تېرباسي مو
ښکلي شهادت خو زما د حلق اوبه شیریني کړې

نور يي له رضا پرته ارمان “جوادمل” نہ لرم
دادی پر مزار زما يي رپاندي جنډۍ سپینې کړې

2 تبصرې

  1. داکتر تاج الدین ملت مل

    د نن ټکې اسیا محترمې اداری ته.
    ستاسو د دغي غزل چې د جوادمل صیب له خوا د ؛شهادت مې؛ تر عنوان لاندی نشر کړی خورا پریشان کړم. دا نوعه لیکنې زمونږ ځوانان جنګونو ته هڅوي. او هغه جنګږنه چې مزی یی هم د پردو په لاس کی دی. د خدای لپاره پهه خپلو بچو رحم وکړي، نور ور ته دا د جهاد او ټوپک خبري پریږدي. د علم او دین خبری ور ته وکړئ.

  2. ګرانه تاج الدین خانه !
    داکتری خو لویه خبره ده که دولسم ټولګی څخه په سمه او نره فارغ شوی وی هم د دنیا او افغانستان اوسنی شرایطو د ارزونو له مخی دی داسی ګډی وډی نه لیکی:
    [[د خدای له پاره په خپلو بچو رحم وکړی د جهاد او ټوپک خبری ورته پریږدۍ د علم او دین خبری ورته وکړی ]]

    په دی هم بسنه نه کوی لیکی چه :
    (( دا ډول لیکنی زمونږ ځوانان جنګو ته هڅوی !!!! چه مزی یی هم د پردو په لاس کی دی ))

    د هغو پردو نوم هم نه اخلی، د امریکا او ناتو نوم خو نه یادوی دوی ته معاشونه او مقامونه ورکوی هغه پردی یی مطلب پاکستان او نور ګاوندی هیوادونه دی چه د امریکا او ناتو د خبرو په تایید او تصدیق یی د طالبانو ( دهشتګرو په ملاتړ یی تورونوی .

    د خیالی ډاکتر صاحب د ګټورو لارښودنو ارزونی :
    داکتر صاحب تاسی ته پټه ده چه افغانستان زمونږ لوی ټاټوبی تر کوچنی ټاټوبی یی شمیر او اړیکو کی توپير دی که نه دغه لوی ټاټوبی زمونږ او ستاسی د کوچنی ټاټوبو سره ډیرو شیانو که ورته والی لری، که هغه کوجنی ټاټوبی ستاسی د دروند ټاکتر صاحب ټاټوبی وی څه وحشی بانډ ستا د ځینیو ورونو، زامنو یا وریرونو په مټ ستا کور اشغال کړی د کور نور نارینه چه په ضد یی مقاومت کوی هغوی وژنی یا یی په ضد جنګیږی ، د کور زنانه دی بی عفته کوی،

    تاسی او ستاسی د کور نور غړی به بیطرفی کوی؟ یا به ریفری کیږی چه څوک ګټونکی او څوک بایلونکی دی ؟ او یا به وایاست مونږ چه یی په ضد مقاومت نه کوو مونږ ته څه نه وایی نو بچیانو ته د ټوپک او مقاومت په ځآی د قلم او کاغذ زده کړه ورکړو تر څو داکتران او انجینران شی ؟

    بله کوجنی پوشتنه : ستاسی بادارانو ( امریکا او ناتو ) خو تر اخری کچی هر اړخیزی زدهکړی تر لاسه کړی په کار دا وه چه د مظلوم بشریت سره یی په نورو ډيرو برخو کی مرستی کولای برخلاف زمونږ په شان نور مظلوم بشریت هم استثماروی او د غلامولو د پاره یی به مقابل کی نه یواځی توپک بلکه توپ ټانک او طیاره کاروی باید دا وحشت یی نه وی تر سره کولای او مونږ چه د ځآن دفاع کوو ، د دفاع د پاره جهاد ( چه تاسی یی حنګ بولی ) په نارینه وو ، ښځو ، حتی بوداګان او ماشومانو هم فرض عین دی یعنی هر څوک چه دخپلی وسی په اندازه لږ یا ډیر هر څه کولای شی باید ویی کړی دا ډیر ناانډوله جنګ دی
    په مونږ یی د دهشتګرو نوم ایشی ، زمونږ ځینی یی د معاشو او مقامو په ورکولو غلامان جوړ کړی او هغوی هم زمونږ د شکنچه کولو او وزلو د پاره کاروی او ته خیالی ډاکتر صاحب د همااغه بادارانو په دستور راته وایی چه بچیانو ته مو د ټوپک په خای قلم ورکړی ؟ که ستا پلار ورور او نور چا وژلی وی ، ستا په ناموس تیری کوی او تاسی دغه حساس وخت کی خپله هم بی تفاوته او ماشومانو ته هم د ټوپک په ځآی قلم ورکوی او بیا هم ځانته پشتون او مبارز پشتون وایاست افغانیت ، اسلامیت او حتی انسانیت خو پریږده .
    تاسی خو د احمدشاه بابا، میرویس خان ، ایوب خان او وزیر اکبرخان او داسی نورو حماسی زمزمه کوی، هغوی په همدی بی غیرتیو دغه شهرت تر لاسه کړی وو ؟ مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.