د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ۱۰۰ متلونه

ژباړه او راټولونه: نن ټکی اسیا

1. زه سپوږمۍ ته اشاره کوم او احمق مې ګوتې ته ګوري (چینايي متل)

2. نننۍ هګۍ تر سبانۍ چرګې ښه ده (پولنډي متل)

3. د یوه خره یوه کته وي (منګولیايي متل)

4. پردۍ تیروتنه همیش تر خپلې هغې ډیره ځلیږي (روسي متل)

5. میلمه لومړی طلا وي، بیا سپین زر شي او بیا ترې اوسپنه جوړه شي (روسي متل)

6. که رمه اتفاق وکړي، زمری به په لوږه ویده شي (کینايي متل)

7. راتلونکي ته خوشبین اوسه خو چمتووالی د سختۍ لپاره کوه (جاپانی متل)

8. مړو پیشوګانو ته موږکان هم نصحیت کوي (الماني متل)

9. تشویق نیمايي مرسته ده (ایټالوی متل)

10. څوک چې په جیب کې پیسې نه لري، ژبه یې باید د وریښمو وي (مالیزي متل)

11. آباده خیمه تر کنډوالې ماڼۍ غوره ده (جاپانی متل)

12. که چا له شا څخه په لغته ووهلې نو پوه شه چې ته مخکې یې (فرانسوي متل)

13. له څاڅکو څاڅکو ویالې جوړیږي (جاپانی متل)

14. مینه او عطر نه پټیږي (چینايي متل)

15. یو رښتیاګوی بې عقل، تر سلو دروغژنو هوښیارانو غوره دی (چینايي متل)

16. خر د سرو زرو په کتې نه آس کیږي (جرمنی متل)

17. د لویې ونې سیوری تر میوې زیات وي (ایټالوی متل)

18. د تیار پلاو ونه نشته (جاپانی متل)

19. انسانیت اسانه دي خو سړیتوب سخت دی (روسي متل)

20. که سړی موړ شي د ډوډۍ په خوند نه پوهیږي (سکاټلنډي متل)

21. مفلس له بازار څخه په منډه تیریږي (انګریزي متل)

22. تر اوو کالو پلټنو وروسته په یوې خبرې باور کوه (جاپانی متل)

23. ژړا ضرورت دی خو حل نه دی (چینايي متل)

24. د شپیلۍ اواز ځکه اوچت وي چې مینځ یې خالی دی (ترکي متل)

25. د مالدار ټوکه همیشه خندوونکې وي (ایټالوی متل)

26. د زړې ونې میوه خوږه وي (نایجیریايي متل)

27. د ځنځیر قوت په کمزورې کړۍ کې وي (کاناډايي متل)

28. بې ملګرو سړی د بې ګوتو لاس په څیر وي (انګریزي متل)

29. څوک چې د مچیو ځاله ورانوي، منډه یې باید ښه زده وي (سینګالی متل)

30. مینه ډار نه پیژني (جرمنی متل)

31. مینه خرو ته ګډا ورښيي (فرانسوي متل)

32. د دنګو ماڼیو اکثره لوړ منزلونه خالي وي (جرمنی متل)

33. په غلي خره دوه کسه سپریږي (ارمینیايي متل)

34. که لیوه قاضي وي نو د رمې دې خدای مل شي (ډنمارکي متل)

35. ډیر خلک ګواښ او اخطار درکوي خو له ډاره لړزیږي (ایټالوي متل)

36. قرض په خبرو نه خلاصیږي (انګریزي متل)

37. د چا څټ چې له خاشاکو جوړ وي همیشه له اور څخه ډاریږي (فرانسوي متل)

38. څوک چې د پیشو د ګټلو لپاره محکمې ته ځي، غوا بایلي (چینايي متل)

39. ځیني خلک د بار په اوچتولو کې ځکه مرسته کوي چې د بار اندازه معلومه کړي (افریقايي متل)

40. مړ زمري د خره هم نه خوښیږي (جرمنی متل)

41. څوک چې ړانده ته میلمستیا کوي، دوه کسان به ورځي (هندي متل)

42. کوم چرګ چې اذان نه کوي خامخا یې مرۍ کې مشکل وي (هسپانوي متل)

43. که قفص د سرو زرو هم شي مارغه نه شي مړولی (ایټالوي متل)

44. د قاضي په مخ کې ژړا د اوښکو له ضایع کولو پرته بله ګټه نه لري (ایټالوي متل)

45. په څاه کې لاړې مه تو کوه یو وخت به دې اړتیا پیښه شي (روسي متل)

46. که ته تنها ځغلې نو څوک به درنه مخکې شي؟ (اثیوبیايي متل)

47. که د موسکا چل دې نه وي زده، دکانداري مه کوه (چینايي متل)

48. خپل مزدور ته هیڅکله راز مه وایه (جاپانی متل)

49. که سوله غواړې نو جګړې ته ځان تیار کړه (لاتیني متل)

50. جګړه له لیرې ښایسته ښکاري (هسپانوي متل)

51. حقیقت چا ته په بربنډ شکل مه وروښیه، لومړی کمیس ورواغونده (هسپانوي متل)

52. په ړانده یې اوږده امسا نه لوریږي (مغربي متل)

53. ښځه له واده مخکې ژاړي او سړی له واده وروسته (اوکرایني متل)

54. ماهي مه راکوه د ښکار چل راوښیه (چینايي متل)

55. څوک چې په ځمکه ناست وي له رالوېدو څخه نه ډاریږي (چیکسلواکي متل)

56. که پيشو دې وتړله زمری ترې جوړیږي (هالنډي متل)

57. د مزدور له خولې د بادار صفتونه مه منه (روسي متل)

58. کله کله قیمتي شی ډیر نه ځلیږي (انګریزي متل)

59. له ماڼۍ سره نږدې کوډله مه جوړوه (هسپانوي متل)

60. زما ملګری هغه دی چې په ژرنده کې مې غنم اوړه کوي (هسپانوي متل)

61. څومره چې خبرې لږې کوې هومره دې خلک خبرو ته ښه غوږ نیسي (جرمنی متل)

62. بندې خولې ته مچ نه ننوځي (چینايي متل)

63. دروغ پښې نه لري (چینايي متل)

64. حقیقت لکه سهار؛ خامخا راخیژي (یوناني متل)

65. اصیل هیڅکله دروغ نه وايي (فرانسوي متل)

66. څوک چې پردۍ ډیوه وژني د هغه په څیر به دی هم په تیاره کې ژوند کوي (پولنډي متل)

67. څوک چې له احمق سره بحث کوي ځواب به یې هم اوري (جرمنی متل)

68. له ما پرته هیچا ته معلومات نه کیږي چې بوټان مې پښې ژوبلوي (انګریزي متل)

69. بې زخمونو قهرمان نشته (پرتګالي متل)

70. روغتیا د هګۍ په څېر ده، که ویې نه ساتې ماتیږي (مغربي متل)

71. څوک چې بې ضرورته شیان اخلي له خپله ځانه غلا کوي (سویډنی متل)

72. ښایسته ګلان اغزي لري (هالنډی متل)

73. تر پیل یې په پای کې ډیر فکر کوه (بوسنیايي متل)

74. چمتووالی د نیمايي جګړې ګټل دي (هسپانوي متل)

75. نرم ځواب غوصه له مینځه وړي (انګریزي متل)

76. د تازه ماړه شوو کولمې لا هم وږې وي (یوناني متل)

77. خدای دې څوک په جنت کې هم نه تنها کوي (روماني متل)

78. لنډ ګامونه عمر اوږدوي (روماني متل)

79. خر د بلبل په اواز څه پوهیږي (روماني متل)

80. له ملګري څخه هغه څه مه پټوه چې دښمن دې پرې خبر وي (ډنمارکي متل)

81. د کوتک په لاس سړي هره خبره حقیقت وي (افریقايي متل)

82. پردي ګلان همیشه مونږ ته ښه سره ښکاري (جاپانی متل)

83. شیطان ته د شیطان په ژبه ځواب ورکول پکار دي (هندي متل)

84. هغه اور چې تا نه سوځوي مه یې وژنه (افریقايي متل)

85. ښه توکی پخپله خرڅیږي (افریقايي متل)

86. شات د خرو خوراک نه دی (هسپانوي متل)

87. د فقیر ورځ اوږده وي (هسپانوي متل)

88. خوږې خبرې لوږه نه ختموي (نارویجني متل)

89. د ګران بچي نومونه ډیر وي (افریقايي متل)

90. غل په هر چا د غله ګومان کوي (نارویجني متل)

91. که لیوه پسه ونه خوري بیا هم لیوه دی (منګولیايي متل)

92. مور ته یې ګوره، لور یې غواړه (افریقايي متل)

93. د غله سپوږمۍ نه خوښیږي (کوریايي متل)

94. هغه تيږه چې لاره بنده نه کړي د خنډ په سترګه ورته مه ګوره (ډنمارکي متل)

95. توره خپل تیکی نه غوڅوي (کردي متل)

96. د نورو غمونه زمونږ درد نه شي دوا کولی (پرتګالي متل)

97. یو ماهي ته لس ښکاریان د سیند په غاړه ولاړ دي (ویتنامي متل)

98. بدرنګه ښځه له هندارې ډاریږي (جاپانی متل)

99. چرګه او ښځه چې له کوره واوځي، ورکیږي (هسپانوي متل)

100. تر څاه کیندلو، د لور واده کول ضرور دي (هندي متل)

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
قدرت شهاب
میلمه
قدرت شهاب

ډیره مننه ستاسو له محنت څخه لیکن یوه خبره سته هغه داچی ځینی داسی متلونه سته چی دهغوی داستعمالولو ځای مونږ ته نه رامعلومیږی په پښتوکښی کی تاسو واضح کړی ډیربه ښوی مننه.