افغانستان

طالبانو په زابل کې اته پولیس نیولي دي

نن ټکی آسیا: د زابل امنیتي چارواکي د طالبانو له لورې د اتو عسکرو د برمته کېدا خبر ورکړ.

چارواکي وایي، چې یاد پولیس مرکز قلات ښار ته پر لاره ول، چې د نوبهار او شینکۍ ولسوالیو ترمنځ سېمه کې لا درکه شوي.

د زابل مرستیال والي محمد جان رسولیار د پېښي د پخلي ترڅنګ وویل، چې له دغو پولیسو سره وسلې او مهمات هم وو، د رسولیار په وینا، په برمته شویو پولیسو کې اووه اربکیان او یو د ملي اردو عسکر دي.

طالبانو د پولیسو نېول کېدا تایید کړه .

د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وايي، چې دا عسکر د جګړې پر مهال ونېول شول.

نوموړی زیاتوي، چې اوو پوليسو غوښتل چې له نوبهار ولسوالۍ ځان په پټه د شينکۍ ولسوالۍ ته ورسوي چې د دوى د ملګرو له لوري د نوبهار ولسوالۍ د جلالزو په غرنۍ سيمه کې ژوندي ونيول شول.   

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x