دماغي روغتیا لوړولو لپاره غوره خواړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د بدن د نورو اعضاو په څیر دماغ هم د ښه او سالم ساتل کیدو او ښه فکر او سوچ کولو لپاره یو شمېر ښه خوړو ته اړتیا لري.

د نړۍ په روان حالت کې یو شمېر خلک له دماغي ناروغیو سره مخ دي او لا په کې زیاتوالی راځي، خو ایا تاسو ته معلومه ده چې دماغي روغتیا او سالم پاتې کیدلو لپاره کوم خواړه غوره دي؟

هغه خواړه چې دماغي روغتیا لوړولو لپاره غوره دي په لاندې ډول دي:

شنه سبزي:

شنه سبزي په عام ډول د ټول بدن روغتیا لپاره ګټور دي، په دې کې د یو شمېر ویټامینو سره انټي اکسیډنټ «Anti-Oxidant» فایبر او نورې غذا شاملې دي چې په ځانګړي ډول دماغو ته ګټور ثابتیږي، په سبزیانو کې لکه، پالک، کاوو، پندیرک، تراتیزک او داسې نور استعمال کړئ، خو اړینه نه ده چې روزانه دې دغه خواړه وخوړل شي خو لږ تر لږه اوونۍ کې یو یا دوه ځل استعمال شي.

توتان:

زمیني هر رنګه توتان «تور توتان، سره توتان، شنه توتان» دماغي وړتیا او روغتیا پیاوړې کوي، دغه توتان که همداسې او یا د جوس په شکل وخوړل شي دماغي وړتیا لپاره غوره خواړه دي، د اوونۍ په جریان کې دغو خوړو ته ضرور یو وخت ورکړئ.

چارمغز:

چارمغز وچ خواړه دي، که روزانه وخوړل شي هم انسان له کومې ستونزې سره نه مخ کوي، دا له یو شمېر ویټامینو سره انټي اکسیډنټ «Anti-Oxidant» او «Omega Therapy Fatty Acids» د لاسته راوړلو غوره لاره ده، او دا ټول په دماغي وړتیا، حافظه قوي کول او ښه سوچ او فکر کولو لپاره ګټور دي، چارمغز روزانه خوړلو سره د چاغوالي، شکرې او داسې نورو ناروغیو مخنیوی هم کوي.

نخود/چڼه:

توره چڼه وي او که سپین نخود، خو په بدن کې د میګنیشم «Magnesium» حاصلولو لپاره غوره لار ده، دا دماغي حجرې په تیزۍ سره پوره کوي، او په بدن کې د پیغام رسولو چټکتیا زیاتوي.

کورکمن:

کورکمن نیږدې هر کور کې د مسالې په توګه استعمالیږي، دا د « Alzheimer’s» ناروغۍ د رامنځته کیدلو اسباب له منځه وړي، د طب متخصصین په وینا، کورکمن حافظه قوي کوي او دماغي حجرې رامنځته کولو کې هم مرسته کوي.

همدارنګه د یوې یا دوه اوونۍ ترمنځ ماهي خوړل هم دماغي روغتیا او حافظې قوي کولو لپاره ښه ثابتیږي.

سرچینه: ډان نیوز

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.