نړۍ

یمن: د سعودي یوه الوتکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د سعودي رسنیو خبر ورکړی چې ددغه هیواد یوه جیټ الوتکه د یمن په «الصعده» ښار کې غورځېدلې او دوه پيلوټان یې روغ رمټ موندل شوي دي.

د سعودي حکومت پلوې ورځپاڼې «الشرق الاوسط» د الوتکې د غورځېدو پېښه تایید کړې ده او ویلي يې دي چې پيلوټان یې ژوندي پاتې شوي دي.

بلخوا په یمن کې انقلابي حوثي ملیشو اعلان کړی چې الوتکه دوی ویشتلې او زیاته کړې يې ده چې نوعیت یې «تورنادو» جیټ ده چې د برتانیې جوړ ده.

د سعودي رسنیو د سعودي ایتلاف د رسنیز دفتر په حواله ویلي چې الوتکه د تخنیکي ستونزې له امله غورځېدلې. او زیاته کړې یې ده چې الوتکه د دښمن په سیمه کې غورځېدلې وه خو دوی وتوانېدل پیلوټان د ځانګړو عملیاتو په واسطه پیدا او خوندي ځای ته انتقال کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x